کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): کابل کې د جاپان سفیر د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل رامنځته کولو لپاره هڅه کوي.
د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا دغه څرګندونې تېره ورځ د دغه وزارت له سرپرست مولوي نداءمحمد ندیم سره په لیدنه کې کړې دي.
دغه راز، د جاپان سفیر په دې کتنه کې ویلي چې هېواد یې د هرات له زلزلهځپلو سره هم مرسته وکړه او په بحراني حالتونو کې له افغانستان سره مرستې ته چمتو دی.
جاپان تېره ورځ د هرات له زلزلهځپلو سره یو میلیون امریکایي ډالره مرسته اعلان کړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تاکویوشي افغانستان کې د ډاکټر ناکامورا پروژو د بشپړولو ترڅنګ، د افغانستان له تحصیلي نظام سره د بنیادي کارونو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د جاپان د پياېماېس خیریه بنسټ مشر ډاکټر تتسو ناکامورا چې په ۱۳۹۸ کال کې ننګرهار کې په یو برید کې ووژل شو، شاوخوا ۲۵ کاله یې د افغانانو په خدمت کې تېر کړل، هغه د ننګرهار په ښېوې، درهنور، کامې او بهسودو ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو خړبولو لپاره بېلابېلې پروژې پیل او ځینې یې بشپړې کړي وې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست په یاده لیدنه کې ویلي چې نړۍوال باید په اضطراري حالتونو کې د مرستو سربېره، د افغانستان په اساسي جوړونه کې هم برخه واخلي.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن