کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، تورخم او سپینبولدک ته یې په وسایلو سمبال ډلې استولې دي، څو هېواد ته راتلونکي افغان کډوال په منظم ډول ثبت کړي.
شاوخوا يوه مياشت مخکې د پاکستان لنډمهاله حکومت اعلان وکړ چې ټول هغه افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي چې د کډوالۍ اسناد نه لري، د ځینو راپورونو له مخې، پاکستان کې یو عشاریه څلور میلیونه بېاسناده افغان کډوال اوسېږي.
تېره ورځ پاکستان کې افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضربالاجل وروستۍ ورځ وه چې د پاکستاني چارواکو په وینا له دې وروسته به یې هلته نیسي او په جبري توګه به یې افغان لوري ته سپاري.
د راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې له سل زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي او شاوخوا شل زره کسان پرون تورخم ته راغلي وو څو افغانستان ته راشي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رافع پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې وروستیو کې له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ عالي کمېسیون جوړ شوی چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره په دې کمېسیون کې د کډوالو د معلوماتو د ثبت مسوولیت پر غاړه لري.
هغه وایي چې دې ادارې نن تورخم او سپینبولدک ته په وسایلو سمبال ټیمونه واستول څو د کډوالو راتګ په منظم او ښه بڼه ثبت کړي او د دې ادارې له ثبت شوو معلوماتو په ګټه اخیستنې سره اړوندې ادارې کډوالو ته ښه رسېدنه وکړي.
پاکستان په داسې حال کې د هغوی په وینا اسناد نه لرونکي افغان کډوال په زور وباسي چې ملګرو ملتونو، یو شمېر پاکستاني سیاستوالو او د بشري حقونو سازمانونو ورڅخه غوښتي چې دغه کډوال دې په زور نه باسي.
د افغانستان اسلامي امارت هم له پاکستانه غوښتي چې له تحمل څخه کار واخلي او د ښه ګاونډیوب، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې دې افغان کډوال جبراً نه وباسي.
اسلامي امارت ويلي، په کومو هېوادونو کې چې افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته يې ستونزه نه ده جوړه کړې او نه هم په بې ثباتیو کې لاس لري.
Views: 113
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن