ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍوال بانک: له هرو دوو افغانانو یو یې بې‌وزله دی

نړۍوال بانک: له هرو دوو افغانانو یو یې بې‌وزله دی

author avatar
1 Nov 2023 - 16:14
نړۍوال بانک: له هرو دوو افغانانو یو یې بې‌وزله دی
author avatar
1 Nov 2023 - 16:14

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): نړۍ‌وال بانک وایي، په تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان واردات ۲۷ سلنه زیات شوي، صادرات یې نیم سلنه کم شوي او د بهرنیو اسعاو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځنۍ کچه څه باندې ۲۸ سلنه لوړ شوی دی.

نړۍوال بانک تېره ورځ د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه راپور خپور کړی.

په دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان د سوداګرۍ بیلانس کسر په ټولیزه توګه د صادراتو د کمښت او د وارداتو د زیاتوالي له امله دی.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې، افغانستان د صادراتو په پرتله، په وارداتو کې ډېروالی راغلی چې دا د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله د سوداګرۍ کسر د زیاتوالي لامل شوی دی.

سرچینه زياتوي، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال له جنوري تر سپټمبر مياشتې پورې د افغانستان د وارداتو کچه ۵.۷ ميليارده ډالرو ته رسیدلې چې د تېر ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله ۲۷ سلنه ډېروالی ښيي.

نړۍوال بانک ویلي چې د خوراکي توکو، منرالونو، ټوکرونو، کیمیاوي موادو، ماشینرۍ او ترانسپورت په ګډون د وارداتي توکو په ټولو ګروپونو کې ډېروالی راغلی.

په راپور کې راغلي چې تر ټولو ډېر (۲۱ سلنه) واردات له ایران، ۱۸ سلنه له چین، ۱۸ سلنه له پاکستان، ۱۴ سلنه له متحده عربي اماراتو څخه شوي دي.

خو نړۍوال بانک د ګمرکونو د «غیر رسمي» شمېرو له مخې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ تر سپټمبر پورې د هېواد ټول صادرات ۱.۳ میلیارده امریکايي ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله نیم سلنه کموالی ښيي.

راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ او اګست ترمنځ، صادرات په پرله پسې ډول کم شوي، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۳۷ سلنه کمښت راغلي چې د ټولو صادراتو ۱۷ سلنه جوړوي.

د نړۍوال بانک معلومات ښیي چې تر ټولو ډېر صادارت (۵۵ سلنه) پاکستان ته او ورپسې ۲۹ سلنه هند ته شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د روان کال په نهو میاشتو کې پاکستان ته صادرات ۱۵ سلنه کم شوي دي.

د راپور له مخې پاکستان ته په ځانګړي ډول د خوراکي توکو په صادراتو کې ۱۵ سلنه او د سکرو ډبرو په صادراتو کې ۳۷ سلنه کمښت راغلی او هند ته د خوراکي توکو په صادراتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

نړۍوال بانک وايي، د افغانستان په لویو بازارونو کې د اړتیاوړ خوراکي او غیرخوراکي توکي په کافي اندازه شته، خو د خلکو د پېرودلو ځواک کمزوری شوی دی.

په راپور کې د افغانستان د هوساینې د څارنې سروې ته په اشارې سره ویل شوي چې له هرو دوو افغانانو څخه یو یې بې‌وزله دی او شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري.

د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې د سوداګرۍ بیلانس له کمښت سره سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د لوړېدو په حال کې دی.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ۲۳مې نېټې پورې د امریکايي ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ۲۰.۲سلنه، د یورو په وړاندې ۱۹.۸سلنه، د چینايي یوان پر وړاندې ۱۸.۴سلنه او د ایراني تومان پر وړاندې ۶۰سلنه، د پاکستانۍ کلدارو پر وړاندې ۳۴.۱ سلنه او د هندي کلدارو په وړاندې ۱۶.۴ سلنه لوړ شوی دی.

اسلامي امارت تر دې دمه د یاد راپور په اړه څه نه دي ویلي.

Views: 143

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.