فراه (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): د فراه امنیتي مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په شيب کوه ولسوالۍ کې پنځه کسان په بېلابېلو سیمو کې د تاريخي اثارو د غیرقانوني پلټنو په تور ونیول شول.
دا څرګندونې په هغه خبرپانه کې شوې دي چې امنیه قوماندانۍ رسنیو ته لېږلې ده.
د فراه د امنيې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان له ډېر وخته د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې وو.
سرچینې ویلي چې دغو کسانو د فراه په مرکز او ولسوالیو کې په غیرقانوني توګه تاریخي اثارو او کانونو پسې پلټنې کولې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له یادو کسانو سره د تاریخي اثارو یوه دستګاه هم نیول شوې ده.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن