Language

املوک په موسمي تعرفه کې شامل شول او د کچالانو تعرفه هم ۵۰ سلنې ته لوړه شوه

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وايي، د هېواد له بزګرانو د ملاتړ په موخه، تازه املوک په موسمي تعرفه کې شامل او ۳۰ سلنه ګمرکي محصول ورته وټاکل شو او د کچالو موسمي تعرفه له ۳۰ سلنې ۵۰ سلنې ته لوړه شوه.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په غوښتنه او د مالیې وزارت اړوند د تعرفې کمېټې د درېیمې ناستې د پرېکرې او د دغه وزارت د مقام په منظورې، د هېواد له بزګرانو څخه د ملاتړ په موخه تازه املوک په موسمي تعرفه کې شامل او ۳۰ سلنه ګمرکي محصول ورته وټاکل شو.»

سرچینې لیکلي، املوک له دې مخکې په موسمي تعرفه کې نه و شامل او محصول یې لس سلنه و، خو د تلې میاشتې له لومړۍ څخه د لړم میاشتې تر ۳۰ مې- چې په هېواد کې د املوک حاصلاتو د رسېدو موسم دی - ۳۰ سلنه ګمرکي محصول ترې اخیستل کېږي.

سرچینې زیاته کړې، کچالو - چې له دې وړاندې په موسمي تعرفه کې شامل او د حاصلاتو رسېدو موده یې د غویي میاشتې له ۱۵ مې څخه د تلې میاشتې تر ۳۰ مې پورې وه او په دې موده کې به ۳۰ سلنه ګمرکي محصول پرې اخیستل کېده - اوس یې د حاصلاتو د رسېدو موده د غبرګولې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د لړم میاشتې تر ۳۰ مې وټاکل شوه او ګمرکي موسمي تعرفه یې ۵۰ سلنې ته لوړه شوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مهال د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د تازه املوکو او کچالو موسمي تعرفه د پلي کېدو په حال کې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي، یادې تعرفې په وارداتي املوک او کچالو وضع شوې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «... زموږ مېوه‌جات او ترکاري‌باب صادراتي تعرفه نه لري، دا وارداتي محصول وو او په دغه وخت کې زموږ خپل املوک را رسېږي نو د ګاونډیو هېوادونو املوک چې راځي پر هغه مو تعرفه پورته کړې ده، څو زموږ د خپل باغدارنو او بزګرانو املوک خرڅ شي او استفاده ترې وشي.»

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی دغه اقدام ستایي او وایي: «موسمي تعرفې د کرنې وزارت په وړاندیز او د تعرفې د کمېټې په منظورۍ باندې کېږي او اوس زموږ د کچالو وخت دی او افغانستان ته له بهره د کچالو راتګ اجازه باید ورنه کړل شي، نو په دغه خاطر تعرفه لوړه شوې.»

هغه وویل چې په دغه موسم کې د افغانستان تازه مېوې د املوک په ګډون د استفادې وړ دي او ښه ډېر دي؛ نو ځکه تعرفه پرې لوړه شوې او دا کار د کرنې وزارت، سوداګرو او بزګرانو په خوښه شوی دی.