Pajhwok Afghan News

رییس‌الوزرا د افغان کډوالو په اړه پاکستان ته: د الله له قهره ووېرېږئ او راتلونکې ته مو فکر وکړئ

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): رییس‌الوزراء اړوندو ادارو ته امر کوي چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره ټول امکانات وکاروي او له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

پاکستان له دغه هېواده د هغوی په وینا، د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې د کډوالۍ اسناد نه لري، خو ځینو کډوالو ویلي، پاکستاني پولیسو ځینو هغه افغانان هم نیولي چې د کډوالۍ اسناد لري.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي، تر اوسه یې ګڼ شمېر په زور ایستلي او دا لړۍ روانه ده.

د افغانستان رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند په یوه انځوریز پیغام کې ویلي چې اسلامي امارت له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستو درد، غم او تکلیف؛ خپل درد، غم او تکلیف بولي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره يې ټول امکانات په کار اچولي دي.

هغه وايي: «ټولو امارتي ادارو او مسؤولينو ته د مهاجرینو د مشکل رفع کولو لپاره امر او هدایت کوم چې باید ټولې ادارې د امارت که نظامیان دي، که ملکیان دي، ټول امکانات په کار واچوي څو د مهاجرينو د سرپناه، خوراک، څښاک، علاج، تعلیم او نور ټول ضرورتونه يې رفع شي او هيڅ شی ونه سپموي.»

دی زیاتوي، افغان کډوال دې له پاکستانه په ایستو نه نااميده کېږي؛ ځکه چې دوی خپل کور، خپل وطن او خپل ځای ته راروان دي.

ملا محمدحسن اخند، افغان کډوالو ته په خطاب کې وايي: «حکومت، امارت او ولس ټول به مو خدمت کوي او ټول ستاسو خدمت ته اماده دي، نو محترمو وړوڼو، مسلمانانو د هر چا چې هر څومره توان او طاقت وي … مرسته او کمک ورسره وکړئ.»

دی زیاتوي: «د پاکستان واکمنو ته وايم، هغه واکمن چې دغه پروسه يې په لاره اچولې ده او دغه د مسلمانانو ازار او تکلیف ته یې ملا تړلې ده؛ هغه که دا لنډمهاله يا د موقت وخت واکداران دي او که نظامي جنرالان دي؛ د مهاجرينو، د افغانانو ازار، تکلیف او مشکلاتو رسولو څخه لاسه واخلي، د بې ګناه مهاجرينو نيول، د هغوی کورونو ته ورننوتل، د هغوی د کورونو ورانول، مالي زیان ورته رسول، د هغو سرمايه ضبط کول او راستنېدلو کې يې مختلف شکلونه ازار او اذیت ورته جوړل، په تورخم او چمن کې تر شنه اسمان لاندې په يخ کې په ورځو، ورځو انتظارول، هغه کارونه دي چې هېڅ قانون، که اسلامي قوانین دي، که بشري قوانين دي، که د همسايه توب او همجوارۍ قوانين دي؛ هېڅ يو قانون د دغه اجازه نه ورکوي چې دغسې کړنه څوک له یو چا سره وکړي.»

هغه زیاتوي: «زموږ له دوی څخه په کلکه دا غوښتنه ده چې افغانان دې په بې عزتۍ سره نه راوباسي، افغانانو ته دې نور ازار نه ورکوي، افغانانو ته دې کافي وخت ورکړي چې په ښه ابرو او عزت سره خپل ملک ته راستانه شي، که دوی دا خبره کوي چې ناقانونه مهاجر موږ وباسو، د ده مال، د ده کور ورانولو، د ده بي عزتي کول، دا په کوم قانون کې دي؟ دا مهاجر خو دا ستا په اصطلاح چې دا ناقانونه دي، دا د دوی مالونه، دا د دوی پېسې چې ځينې اخلې، موټرسایکل ځينې اخلې، موټر ځينې اخلې، کور يې ور ورانوې، دوکان يې ورخرابوې، مالونه يې ضبطوې؛ دا عیجبه نظام دی، دا عجیبه هدایت دی د نظام چې خپلو عسکرو ته يې کړی، چې د هېڅ يوه مهاجر مال دې په امن کې نه وي، سر یې دې په امن کې نه وي، عزت یې دې په امن کې نه وي، سرای، موټر او دوکان یې دې په امن کې نه وي، خو مسلمان به يې، همسايه به يې؛ د اینده فکر ولې نه لرې؟ په دغسې کردار باندې بيا څه توقع لرې، چې زما د دې ګاونډي ملک په مابین کې بيا په څه شکل زنده ګي وکړو.»

دی پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې وايي: «له الله (ج) څخه ووېرېږئ، د الله (ج) له قهره ووېرېږئ او د خپل اینده فکر وکړئ.»

هغه زیاتوي چې د پاکستان واکمنان که له اسلامي امارت سره مشکل لري، مشکل په تفاهم او مذاکره حل کيږي.

دی زیاتوي: «راشه کېنه چې څه مشکل لرې؟ خبرې به وکړو… که ستونزه له ما سره لرې، له حکومته سره يې لرې، له امارته سره يې لرې او زور يې تر هغه بې ګناه مسلمانانو وباسې؛ دا کوم عقل دی، دا کوم منطق دی، دا کوم تعقل دی؟ دا خو ټول سل په سلو کې له ټولو نورمونو او اصولو خلاف دی.»

رییس الوزراء له افغان کډوالو سره د پاکستان د چلند په اړه وايي، دا خو د حکومتونو او واکدارانو کار او پالیسي ده چې خپل ملک هم په ستونزو کې اچوي او د نورو ګاونډيانو خیال او فکر هم نه ساتي.

دی زیاتوي: «خو د پاکستان د مسلمانانو، د ولس، د علمای کرامو او سیاسي ګوندونو چې له افغانانو سره يې ښه وخت تېر کړی او له افغان کډوالو سره يې د روان ظلم د مخنيوي لپاره خپل ټول توان او طاقت په کار اچولی،   الله دې دوی ته عزتونو ته ورکړي.»

دی وايي: «دا ښکاره خبره ده چې د پاکستان او افغانستان د مسلمانانو تر منځ يو ښه اخوت او ورورګلوي، پخوا هم وه، اوس هم ده او په راتلونکې کې به هم وي، حکومتونه خو ځي او راځي او بدلېږي، نېک حکومتونه هم راځي، بد هم پر يو ملک راځي خو ملتونه به پراته وي تر قیامته پورې.»

هغه يو ځل بيا افغان کډوالو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به تر پايه، تر خپل وسه د هغوی خدمت وکړي.

Views: 51

Exit mobile version