Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راستنېدونکو افغان کډوالو ته د مرستو جلبولو په موخه دوه بانکي حسابونه پرانیستل شول

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د کورنیو او بهرنیو مرستو د جلب په موخه دوه بانکي حسابونه پرانیستل شول.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د کورنيو او بهرنیو مرستو د جلب په موخه دوه بانکي حسابونه پرانیستل شوي دي.

هغه زياته کړې چې د کورنيو مرستو (افغانۍ) راټولولو لپاره په «د افغانستان بانک» او بهرنيو مرستو (ډالر) لپاره په «افغان يونايټېډ بانک» کې حسابونه پرانیستل شوي دي.

مجاهد ویلي، هر څوک کولای شي د یادو بانکي حسابونو له لارې له «مهاجرو هېوادوالو» سره خپله مرسته وکړي.

پاکستان له دغه هېواده د هغوی په وینا د هغو افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل کړې چې د کډوالۍ اسناد نه لري، خو ځینو کډوالو ویلي، پاکستاني پولیسو ځیني هغه افغانان هم نیولي چې د کډوالۍ اسناد لري.

د راپورونو له مخې، یو عشاریه څلور میلیونه داسې افغانان په پاکستان کې اوسېږي چې د کډوالۍ اسناد نه لري.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي، تر اوسه یې ګڼ شمېر په زور ایستلي او دا لړۍ روانه ده.

د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمدیعقوب مجاهد له پاکستانه غوښتي چې پر افغان کډوالو  «روان ظلم» ودروي، هر څه چې کوي عواقب دې يې وسنجوي او دومره وکري چې بيا يې د رېبلو توان لري.

تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره دوه پنډغالي جوړ شوي، هلته کډوالو ته لومړني خدمات وړاندې کیږي او حکومتي چارواکو ویلي چې یاد کډوال له تورخم او سپین بولدک څخه خپلو سیمو ته په وړیا ډول لیږدوي.

دغه راز یو شمېر افغانانو پر ټولنیزو پاڼو له پاکستانه له خپلو راستنېدونکو هېوادوالو سره د مرستو لپاره کمپاین هم پیل کړی دی.

ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو ایستل ودروي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.