Language

ویسټ وایي، له مدني فعالانو سره یې د افغانستان پر ځینو مسایلو خبرې کړې

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د مدني ټولنې له ځینو فعالانو سره په افغانستان کې پر بزګرانو د اقلیم بدلون د اغېزو او د ا.ا او سیمه‌ییزو ټولنو ترمنځ د خبرو لپاره د هڅو په اړه غږېدلی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د افغانانو د ورځني ژوند او تجربو په اړه اورېدل مهم دي.

هغه تېره شپه ليکلي چې پرون یې په افغانستان کې د مدني ټولنې له افغان ښځینه او نارینه فعالانو سره پر بزګرانو د اقلیم بدلون اغېزو او د افغانستان سرپرست حکومت او سیمه‌ییزو ټولنو ترمنځ د خبرو د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

هغه دغه راز وایي، په دې اړه د ډاډ ترلاسه کولو په اړه یې هم له یادو کسانو سره خبرې کړې چې د نړۍوالې ټولنې مرستې د روغتیا او پوهنې په برخو کې کارکوونکې ښځې پیاوړې کړي.

ویسټ په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.