کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست د کډوالۍ په برخو کې د ملګرو له استازو سره په لیدنه کې له هغوي غوښتي چې په کوربه هېوادونو فشار راولي ترڅو د کډوالو د منل شویو حقوقو له نقض څخه لاس واخلي.
د کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیلالرحمن حقاني د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر دانیېل انډرس او د «یواناچسيار» او «ایاواېم» له استازو سره وکتل.
سرچېنې لیکلي چې په دغه ناسته کې د راستنېدونکو کډوالو په ستونزو، اساسي حللارو، دایمي سرپناه او کاري فرصتونو په برابرولو خبرې وشوې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني په دغه لېدنه کې ویلي چې اسلامي امارت د راستنېدونکو له تثبیت او لنډمهاله ځای پرځای کېدنې نیولې تر دایمي ادغام او کاري فرصتونو برابرولو پورې ټول پلان جوړ کړی او ددغه پلان د تطبیق لپاره د رهبرۍ په کچه مشران په تورخم او سپین بولدک کې موجود دي، مرستندویه ادارې دې په دې برخه کې د ا.ا ملاتړ وکړي.
هغه له ملګرو ملتونو وغوښتل له استازو غوښتي چې له خپل رسوخ څخه په ګټه اخستنې دې په کوربه هېوادونو فشار راولي ترڅو د کډوالو د منل شوو حقوقو له نقض څخه لاس واخلي.
د یاد وزارت مرستیال محمد ارسلاح هم ویلي، د اسلامي امارت له لورې په دومره لویه کچه انتظامات د نظام ژمنتیا ښيي او مرستندویه ادارې هم بیړنیو حالاتو ته په کتو باید خپل کاري پرسونل زیات او کاري وخت ۲۴ ساعتونو ته وغځوي او په ولایتونو کې چې څنګه د کډوالو ځای پرځای کېدو ته لازمه ده تیاری دې ونیول شي.
د ملګرو ملتونو یاد استازو هم په دغه ناسته کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره په ګډه همکارۍ ټېنګار کړی دی.
وړمه ورځ په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو ورکړل شوي ضربالاجل وروستۍ ورځ وه چې د کډوالۍ اسناد نه لري. د معلوماتو له مخې، یو عشاریه څلور میلیونه دا ډول افغانان پاکستان کې اوسېږي.
د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي، تر اوسه یې ګڼ شمېر په زور ایستلي او دا لړۍ روانه ده.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن