کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): د مخکني حکومت د پخلاینې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له پاکستانه د افغان کډوالو په جبر اېستلو اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې هغوی ته د مرستو رسولو په برخه کې بېړني اقدامات وکړي.
پاکستان له دې مخکې هغو افغان کډوالو ته چې په دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته اوسېږي د روان کال د نومبر تر لومړۍ وخت ورکړی و چې دا هېواد پرېږدي که نه په زور به واېستل شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، له تېرې شپې راهیسې تر اوسه ۵۶ زره ۸۷۲ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو په زور اېستنې په ملي او نړۍواله کچه غبرګونونه پارولي دي.
د تېر جمهوري نظام د پخلاینې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن (د لړم ۱۳مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د اوږدې مودې لپاره له افغان کډوالو د پاکستان حکومت او خلکو له کوربهتوب مننه کوم، د پاکستان له سرپرست حکومت غوښتنه کوم چې د اسلامي روحیې، د ښه ګاونډیتوب او د نړۍوالو تعهداتو په پام کې نیولو سره د افغان کډوالو په زوره اېستلو پر پرېکړه کې دې غور وکړي.»
هغه زیاتوي: «له پاکستانه د افغان کډوالو ډلهییزې راېستل زموږ د زرګونو هېوادوالو د کړاو لامل شوی دی.»
نوموړي له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو نړۍوال سازمان، بنسټونو او له داخلي او بهرني مرستندویه موسسو غوښتنه کړې چې ډېر ژر دې بېرته راستنېدونکو سره د مرستې په برخه کې اقدامات وکړي؛ ځکه چې د ژمي فصل را رسېدلی او ښایي چې راستنېدونکي له ستونزو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم تېره ورځ پر خپله اېکسپاڼه د افغان کډوالو اجباري اخراجول غیرمسوولانه او د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل بللی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP