ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بشیر ستانکزی د جرمني کرکټ ادارې د عملیاتي او پرمختیایي چارو مسوول ټاکل شوی

بشیر ستانکزی د جرمني کرکټ ادارې د عملیاتي او پرمختیایي چارو مسوول ټاکل شوی

author avatar
5 Nov 2023 - 00:52
بشیر ستانکزی د جرمني کرکټ ادارې د عملیاتي او پرمختیایي چارو مسوول ټاکل شوی
author avatar
5 Nov 2023 - 00:52

اټلانټا (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی چارواکی بشیر ستانکزی د جرمني کرکټ ادارې د عملیاتي او پرمختیایي چارو مسوول ټاکل شوی دی.

د جرمني کرکټ فدراسیون له خوا د لړم په ۱۳مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نوموړی د نومبر له لومړۍ نېټې د فدارسیون د عملیاتي او پرمختیایي چارو مسوول ټاکل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې بشیري ستانکزي له ځان سره د کرکټ او د لوبو د مدیریت پراخه تجربه راوړې ده.

ستانکزی چې له ۲۰۰۳ زيږدیز کاله تر ۲۰۱۹ پورې د افغانستان له کرکټ بورډ سره په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي، هغه له دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ د اجرائیوي رییس، د بهرنیو سفرونو د مسوول، کرکټ ډایریکټر او د ملي لوبدلې د منېجر په توګه دندې ترسره کړې دي.

د جرمني کرکټ فدراسیون ویلي چې هغه د افغانستان کرکټ نړۍوال  سټیج ته رسولی او دوی غواړي چې په دې برخه کې د هغه له تجربو څخه استفاده وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی غواړي د کرکټ د نړۍوالې شورا له دویمې درجې څخه لومړۍ درجې یا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي او په دې برخه کې به د بشري ستانکزي له تجربو څخه استفاده کوي.

بشیر ستانکزی چې اوس مهال په جرمني کې اوسېږي، پژواک اژانس سره په خبرو کې ددې خبر پخلی وکړ.

هغه وویل، دی به هڅه کوي چې د کرکټ د لوبې او مدیریت په برخه کې له خپلو تجربو څخه په استفادې د جرمني کرکټ فدارسیون لوړ مقام ته ورسوي.

ده زیاته کړه، په جرمني کې زرګونه افغان ځوانان مېشت دي او که هغوي غواړی په لوړه کچه رسمي کرکټ وکړي، نو دی به ورته زمینه برابروي.

د یادونې وړده چې تر دې مخکې هم یو شمېر افغانان د امریکا، قطر، تاجکستان او نورو هېوادونو کرکټ ادارو کې دندې ترلاسه کړې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی اجراییوي رییس ډاکتر نور محمد مراد دامریکا د کرکټ بورډ اجراییوي رییس ټاکل شوی دی.

Views: 81

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.