کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د ریاستالوزرا د حکم پر اساس، په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د حقونو د دفاع په موخه د حقوقپوهانو یوه کمېټه جوړه شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند د حکم پر اساس، بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو له مدني، کورني او خصوصي حقونو د دفاع لپاره د حقوقپوهانو یوه کمېټه جوړه شوه.
سرچینې لیکلي، یاده کمېټه چې د عدلیې وزارت د قانون جوړولو چارو ریاست د مرستیال په مشرۍ جوړه شوې، هڅه به کوي چې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو له ملکیتونو او حقونو دفاع وکړي او د هغوی حقونو ته د رسېدو لپاره حقوقي او قانوني لارې وپلټي.
پاکستان مخکې له دې هغو یو اعشاریه څلور میلیون افغان کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري، د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی و چې دغه هېواد پرېږدي، که نه په زور به وایستل شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د جمعې له شپې تر پرونه (د لړم ۱۳مه) ۵۶ زره او ۸۷۲ کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن