پاراخ (پژواک ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د روان لمریز کال په اوو میاشتو کې په پنجشېر کې پر خوارځواکۍ اخته ۱۷۷۹ ماشومان ثبت شوي خو د تېر کال په دې موده کې دغه شمېر ۱۴۵۸ و.
د پنجشېر د عامې روغتيا رياست د تغذيې مسوول ډاکټر مشتاق احمدمحمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، د سږ کال په لومړيو اوو مياشتو کې پر خوارځواګۍ اخته ٨٨٥ هلکان او ٨٩٤ نجونې له دې ادراې سره ثبت شوي دي.
هغه د دې ناروغۍ له امله د ماشومانو د مړینې کچه صفر اعشاریه درې سلنه وبلله.
هغه وويل، تېر کال په ورته وخت کې په پنجشېر کې پر خورځواکي اخته ١٤٥٨ ماشومان ثبت شوي وو.
محمدي بېوزلي، بېکاري، کافي او خوندي خوړو ته نه لاسرسى، د کورنيو له خوا د حفظ الصحې نه مراعاتول، وچکالي او د «کډوالو راستنېدل» په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښو ډېرېدو لاملونه وګڼل.
د دغه ولايت اوسېدونکى او دهقان دادمحمد چې يو زوى او يوه لور يې پر خوارځواکۍ اخته دي وايي، ماشومان يې له دې امله پر خوارځواکۍ اخته شوي چې دهقانۍ عواید یې د کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولای.
دغه راز هغه وايي: «ماشومان مې د زېږېدو پر مهال کمزوري وي او ډاکتران یې لامل زما د مېرمنې کمزورتیا، د اميدوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته هغې ته د کافي خوړو نه رسېدل بولي او ماشومان مې اوس هم تر درملنې لاندې دي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP