کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په لیدنه کې د ګډو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو او د سیمې وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه د پیغام پر خپرولو د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي او د چین د سفیر جاوشینګ د لیدنې په اړه خبر ورکړی دی.
سرچینې زیاته کړې، په یاده لیدنه کې د افغانستان او چین دوه اړخیزو ډیپلوماټیکو اړیکو څرنګوالي، نورو دوه اړخیزو اقتصادي او امنیتي مسایلو او وروستیو بدلونونو په اړه خبرې شوې دي.
متقي په یاده لیدنه کې چین ته د خپل وروستي سفر په اړه خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان او چین اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.
د چین سفیر هم له افغانستان سره خپلې اړیکې غوره بللې او د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا لپاره یې د بیجینګ لېوالتیا څرګنده کړه.
دا په داسې حال کې ده چې امیرخان متقي څه موده مخکې چین ته سفر او د «هیمالیا ترانس» په ناسته کې یې ګډون کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP