جلالاباد (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): ننګرهار کې مسوولین وايي چې د تورخم له لارې د کډوالو راستنو شوو یو شمېر کورنيو سرپرستان په پاکستان کې د پولیسو له خوا بندیان شوي دي.
دوی وايي، د دغو کورنيو سرپرستي دا مهال د ماشومانو او يا هم د خپلوانو له لوري کېږي او په ډېر کړاو کې ژوند کوي.
نهه کلن سجاد هم يو له هغو ماشومانو دی چې پلار يې په پاکستان کې د پوليسو له لوري زنداني شوی او دی اوس په دغه کم عمر د خپلې کورنۍ سرپرستي کوي.
نوموړی تورخم ښارګوټي ته څېرمه د کډوالو په يوه پنډغالي کې د ثبت او راجسټر لپاره د خلکو په کتار کې ولاړ و.
ساجد چې تر ډېره يې د خبرو کولو جرئت نه درلود، يوازې د سر په خوځولو يې د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې پلار پسې خپه شوی؟ د هو ځواب ورکړ.
امينالله چې د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او يوه اونۍ مخکې له پاکستانه راستون شوی، وايي، پوليسو نيولی و او کورنۍ يې بېسرپرسته افغانستان ته راستنه شوې وه.
هغه زياته کړه: «دا شپږ ورځې کېږي چې راغلی یم، تورخم کې ښځه مې هم راسره وه، بچيان مې هم راسره وو او ورور مې هم راسره و، ښځې سره مې مهاجر کارت و، هغوی يې راپرېښودل، زه يې ونيولم، لنډي کوتل تاڼې ته يې بوتلم، درې شپې مې هلته وکړې، هغې نه بعد یې بیا جېل (زندان) ته بوتلم، هلته مې هم تقريباً ۱۷ شپې تېرې کړې، بيا يې تورخم له لارې راډيپورټ کړم.»
په همدې حال کې د ننګرهار ولايت مسوولين وايي، تورخم کې د راستنو شوو افغان کډوالو له ډلې په سلو کې د هرو اتو کورنيو سرپرستان پاکستاني پوليسو نيولي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديقالله قريشي بدلون د لړم په ۱۴مه پژواک ته وويل چې د تورخم له لارې له پاکستانه په زور را ايستل کېدونکو کسانو د ثبت او بايوميټريک پروسه په چټکۍ روانه ده چې په کې د ټولو کډوالو په اړه معلومات هم راجستر کېږي.
هغه زياته کړه، تر اوسه چې کوم کډوال د تورخم له لارې له پاکستانه په زوره را ايستل شوي، په هرو سلو کورنيو کې د اتو کورنيو سرپرستان د پاکستاني نظاميانو له خوا بنديان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، تر اوسه د تورخم له لارې له پاکستانه شاوخوا ۱۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP