کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، بریتانیا او متحده ایالتونو کې زرګونه کسانو د لاریونونو له لارې په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه.
الجزیرې نن (یکشنبه) راپور ورکړی، لاریونکوونکو د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن، د فلسطینیانو پر وړاندې د «نسلوژنې» پر هڅونه تورن کړ.
لاریونکوونکو شعارونه ورکول چې «بایډن، بایډن، ته یې نه شې پټولی، موږ تا پر نسلوژنې تورنوو.»
له بلې خوا، د فلسطینیانو حقونو په کمپاین کې د متحده ایالتونو د دفاع مدیر، ایمان ابید تامپسون سياېناېن ته ویلي: «لاریونونه ښيي چې د فلسطینیانو د یووالي غورځنګ ملاتړ څومره ډېر شوی او خلک رښتیا هم بدلون غواړي.»
ورته مهال، په لندن کې هم زرګونه کسانو «موږ ټول فلسطینیان یو» د شعارونو په ورکولو اعتراض وکړ.
د یادونې ده، د اناتولي خبري اژانس له مخې، له څه باندې درې اونۍ تېرېدو سره د اسرائیل او حماس ترمنځ د شخړو له پيلېدو وروسته نږدې نهه زره او ۴۸۸ کسان وژل شوي چې درې زره او ۹۰۰ ماشومان او دوه زره او ۵۰۰ ښځې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP