بامیان )پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د بامیان ځیني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د څرځایونو د تخریب له امله اندېښمن دي او وايي، د څرځایونو تخریب به په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو رامنځته کېدو او حیواناتو د له منځه تلو لامل شي.
د بامیان د مرکز اړوند «قرغنهنو» سیمې یو اوسېدونکی شیخ حسینعلي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت په دوو وروستیو کلونو کې طبیعي سرچینې، په ځانګړې توګه څرځایونه تخریبېږي.
نوموړي زیاته کړه: «د پرلهپسې وچکالیو او د سونتوکو نه شتون له امله د یادې سیمې ډېرو اوسېدونکو د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره غرنیو بوټو وهلو او للمي کښتونو ته مخه کړې ده.
هغه څرګنده کړه، کومې کرنیزې ځمکې چې مخکې تر کښت لاندې وې، د اوبو د کمښت له امله نورې د کښت وړ نه دي او د اوبو لرونکو ځمکو حاصلات د سیمې د اوسېدونکو ستونزې نه شي پوره کولی، له همدې امله خلکو للمي کښت ته مخه کړې او د څرځایونو پراخه ساحه یې په بېساري ډول تخریب کړې ده.
د یکاولنګ نمبر یو ولسوالۍ د «پسرویه» اصلي سیمې اوسېدونکی عليداد هم په دې اړه وايي، د دې ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي د غره له ونو او بوټو د سون توکو په توګه کار اخلي او زیاتره هغه سیمې چې پر بوټو او وښو پوښل شوې وې، د له منځه تللو په حال کې دي.
د هغه په خبره، د سیمې اوسېدونکي اړ دي چې د غره له بوټو ګټه واخلي؛ ځکه چې داسې نور توکي نشته چې د سون لپاره وکارېږي او خلک د اقتصادي کمزورتیا له امله لرګي او د ډبرو سکاره نه شي پېرلی.
هغه له اړوندو مسوولینو غوښتي څو یو مناسب او د لاسرسي وړ بدیل پیدا کړي چې د سیمې د اوسېدونکو سون توکي برابر کړي او د څرځایونو د له منځه تلو مخه ونیول شي.
بامیان پوهنتون کې استاد قدرتالله رها وايي چې د دغه ولایت د څه باندې ۷۵ سلنې اوسېدونکو ژوند په کرنې او مالدارۍ پورې تړلی او که یادې سرچینې کمې شي، د خلکو ژوند به له جدي ستونزو سره مخ شي.
نوموړي څرګنده کړه چې د وچکالیو په ډېرېدو سره کښتونه کم شوي او کله چې څرځایونه هم له منځه لاړ شي، د څارویو ژوند او ساتنه ناممکنه او له ستونزو سره مخ کوي.
څرځایونه چې د ژوند د اړتیاوو پوره کولو او ستونزو هوارولو په موخه د خلکو له لوري تخریبېږي، که د اړوند ادارو له لوري کنټرول نه شي او ترې سمه ګټه وانه خیستل شي، نو د اندېښنې وړ او بدې پایلې به ولري.
د هغه په باور، د للمي کښت ډېرېدل او له غرنیو بوټو ډېره ګټه اخیستنه طبیعي سرچینې له منځه وړي او طبیعي پېښو لکه سېلابونو راوتلو، ځمکې ښویېدنې او د چاپېریال تخریبېدو ته زمینه برابروي چې په پایله کې ژوند له ستونزو سره مخ کوي.
خو ځایي مسوولین په یاد ولایت کې د طبیعي سرچینو ساتنې او څرځایونو د له منځه تلو مخنیوي لپاره له عملي اقداماتو خبر ورکوي.
د بامیان ولایت د چاپېریال ساتنې رییس محمدابراهیم دادفر د یاد خبر په تاییدولو د یادو اندېښنو په اړه وايي، شنې او ځنګلي سیمې چې د سیمې اوسېدونکو د ژوند دوام لپاره حیاتي رول لري، د تخریبېدو په حال کې دي.
د هغه په اند، د شنو او ځنګلي سیمو ساتنه د اکسېجن په تولید، د څارویو اړتیاوو پوره کولو او له طبیعي پېښو په مخنیوي کې اساسي رول لري.
خو نوموړي زیاته کړه چې د چاپېریال ساتنې ریاست له اړوندو ادارو او امنیتي برخې سره په همغږي له سرچينو د دوامدارې استفادې او د بوټو او شنو سیمو تخريب د مخنيوي په برخه کې د يوه مشخص مکانيزم رامنځته کولو په ګډون، عملي ګامونه په لاره اچولي دي.
هغه څرګنده کړه، په دغه مکانیزم کې له شنو سیمو د ګټې اخیستنې طریقه، د خطر پر مهال د سیمو قرنطین کول او سرغړونکو جریمه کول راوړل شوي چې د اړوندو ادارو له خوا به پلی شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP