ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د لېوني سپیانو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

میدان‌وردګو کې د لېوني سپیانو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي

author avatar
5 Nov 2023 - 15:29
میدان‌وردګو کې د لېوني سپیانو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي
author avatar
5 Nov 2023 - 15:29

میدان‌ښار (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د میدان وردګو روغتيايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ کسان چې ډېری ماشومان دي، لېوني سپیانو داړلي دي.

د دغه ولایت د ولایتي روغتون د بېړنۍ خونې یوه ډاکتر فریداحمد نوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی ته تېره ورځ ۱۱ کسان او له نن سهار راهیسې ۹ کسان چې ټول ۲۰ کسان کېږي، وروړل شوي دي.

له دې وړاندې د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس زرک ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، ولایتي روغتون ته له پرون راهيسې ۱۴ داسې کسان وروړل شوي چې د لېوني سپیانو له خوا داړل شوي وو.

نوموړي وویل، په همدې موخه یې نن د ښاروالۍ له ریاست سره په ګډه د لېوني سپیانو د له منځه وړو کمپاین پیل کړ.

د دغه ولایت د ښاروالۍ ویاند عبدالله سهاک هم وویل چې نن یې د خپلو کارکوونکو په مرسته د لېوني سپيان د له منځه وړو کمپاین پیل کړی دی.

د همدغه ولایت د مرکز اوسېدونکي نورالله پژواک ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې یې په سیمه کې لېوني سپي ډېر شوي او دوی ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «ماشومان یوازې نه شو پرېښودلی؛ ښځو او ماشومانو سره مجبور یو لاړ شو؛ ځکه لېوني سپي ډېر خطرناک دي.»

د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکي شاه اسلام بیا له حکومته غوښتنه وکړه چې د خلکو دې ډول ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

هغه وویل: «ښاروالي دې زر د لېوني سپیانو مخه ونیسي، له پرون راهیسې یې زیات کسان داړلي دي.»

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.