ترینکوټ (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې له پاکستانه د را ایستل شوو افغان کډوالو لپاره د لنډمهال کمپ جوړولو چارې پيل شوې.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي چې په یاد کمپ به تر ۱۰۰ پورې کورنیو ځایېدو وړتیا ولري.
د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد له یاد کمپه د لیدنې پر مهال رسنیو ته وویل، په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا ۱۵۰ اروزګاني کورنۍ دلته د لنډې مودې لپاره مېشتې شوې دي.
هغه زیاته کړه، د یاد کمپ د جوړېدو موخه راستنېدونکو کورنیو ته د اسانتیاوو برابرول دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن