Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: راستنېدونکو کډوالو ته له کار، زده‌کړو تر سرپناه ټول امکانات برابرېږي
ارشیف

کندهار (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو چارو سرپرست وزير خليل‌الرحمن حقاني وايي، له هغه وروسته چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ پيل شوې، تر اوسه څه باندې ۳۰۰ زره کډوال راستانه شوي دي.

نوموړي دغه خبرې پرون په سپین‌بولدک کې له پاکستانه له تازه راستانه شوو کډوالو سره د لیدنې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، راستانه شوو افغانانو ته هر ډول امکانات برابر شوي او دوی هڅه کوي چې هغوی په ښه ډول په هېواد کې ځای پر ځای کړي.

د کډوالو چارو سرپرست وزیر وویل، د راستانه شوو افغانانو لپاره د کار، زده‌کړو، د سرپناه لپاره د ځمکو ورکولو او ټولو برخو کې پلانونه شته.

هغه زیاته کړه: «ارقام بدلېږي؛ کډوال را روان دي؛ ځکه دقیق نه شم ویلی، خو تر درې لکه زيات افغانان په تېرو څو ورځو کې هېواد ته راغلي؛ د دوی لپاره هر ډول امکانات برابر شوي، نغدي مرسته هم ورسره کېږي، موږ د دوی د زده‌کړو، کار او روزګار او ځمکو لپاره پلانونه لرو، دوی به دلته ډېر ښه ژوند ولري.»

راستانه شوي افغانان هم خوښ دي چې وروسته له څو لسيزو خپل هېواد راغلي.

دوی وايي، که څه هم د سرپناه نشتوالي او نورو ستونزو له امله ژوند ته اندېښمن دي خو په دې ډېر خوشاله دي چې نور د پاکستان له ظلمونو خلاص شول.

يو راستون شوی افغان مطيع‌الله په دې اړه وايي: «زه ډېر خوشاله يم چې خپل هېواد ته راغلی يم، دلته به خپله ګوزاره کوو، څوک څه نه راته وايي، په پاکستان کې کوچني لويان شوو خو چا د خپل په سترګه نه راته وکتل هغه مهاجر وو.»

يو بل راستون شوی سيدنور هم وايي، په خپل هېواد کې که څه هم نه ځمکه لري او نه هم نوره شتمني خو ډېر خوښ دی چې د پاکستان له ظلمونو خلاص شول.

هغه وويل: «هلته داسې ظلم راسره کېده چې له هيڅ مسلمان سره به نه وي شوی، نو اوس خوشاله يو چې راغلو، خدای مهربانه دی دلته به حکومت يو کار روزګار راته برابر کړي.»

راستانه شوي کسان وايي، په سپين‌بولدک ولسوالۍ کې د هر ډول خدماتو امکانات ورته برابر شوي، دوه وخته ډوډۍ، درمل، اوبه او نور د اړتيا وړ ټول توکي ورته چمتو شوي.

يو بل راستون شوی سيف‌الدين په دې اړه وايي: «کور يې ودان د دې خلکو، هر څه يې راکړي، که حکومت دی، که دلته تجاران دي، دوه وخته يې ښه ډوډۍ راکړې ده، دلته درمل او ډاکټران شته، نو چې کله مو د يو ځای بندوبست وشي بيا به ځو.»

د سپين‌بودلک ولسوالۍ له لارې د راستنېدونکو افغانانو مېشتولو لپاره دوه ځايونه ټاکل شوي چې په يوه ځای کې يې ثبت او راجستر کېږي او په بل ځای کې هغه کسان اوسېږي چې دا مهال بل ولايت ته د تګ پلان نه لري.

دغه راز په کندهار ښار او تخته پل ولسوالۍ کې هم ځيني سيمې د هغو کډوالو اوسېدو لپاره په نښه شوې چې اوس مهال سرپناه نه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.