جلالاباد (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): تورخم ښارګوټي ته څېرمه د کډوالو په دويم پڼډغالي کې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو لپاره په پاخه ډول د ۷۰ کورونو جوړېدو چارې پيل شوې.
مسوولين وايي، دغه کورونه د کډوالو د لنډمهاله مېشت کېدو لپاره جوړېږي چې پر هر کور ۲۲۰۰ ډالر لګښت راځي.
د ننګرهار والي ملا محمدنعيم اخند د دغو کورونو د جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودو پرمهال وويل، دا کورونه به له کورنيو سره مرسته وکړي چې تورخم کې د انتظار پرمهال چې د ثبت او مرستو ترلاسه کولو په موخه، دغلته خوندي مېشتې شي.
دغه کورونه د قمر خيريه بنسټ له لوري جوړیږي.
د دغه بنسټ مشر الماس مومند وويل، دوی په دغه کمپ کې اويا کورونه جوړوي چې احاطه، يو ۶ په څلورو کې د اوسېدو خونه، پخلنځی، تشناب او حویلۍ به ولري.
هغه زياته کړه چې پر هر کور شاوخوا ۲۲۰۰ امريکايي ډالر لګښت راځي او په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.
هغه وايي، پر دې سربېره دغه کمپ به يو جومات، مدرسه، روغتيايي کلينيک، پارک او نور اړونده ملحقات هم ولري.
له پاکستانه د کډوالو د بېرته راستنېدو د بهير پراخوالي سره تورخم ښارګوټي ته څېرمه د حکومت له لوري دوه لنډمهالي پنډغالي (کمپونه) جوړ شوي چې کډوال په کې د ثبت او مرستو تر لاسه کولو پورې مېشت کېږي.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن