Language

د غزې جګړه کې تر اوسه د ملګرو ملتونو ۸۹ کارکوونکي وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې پر ۳۱مه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې په دې جګړه کې یې لږ تر لږه ۸۹ کارکوونکي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش نن (سه‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکي چې په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو وژل کېدل د دغه سازمان په تاریخ کې بې‌ساري دي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د سازمان ډېری کارکوونکي د خپلو کورنیو له غړو سره وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون (دوشنبه) د دغه سازمان د مرستو رسونې او کارموندنې بنسټ په یوه راپور کې اعلان کړی چې د غزې پر تړانګه د اسرائیلو بریدونو له امله په هرو لسو دقیقو کې یو فلسطیني ماشوم ژوند له لاسه ورکوي او دوه نور ټپیان کېږي.

د دغه راپور له مخې، د یادې جګړې له پیله تر اوسه د ملګرو ملتونو د مرستو رسونې او کارموندنې بنسټ ۸۸ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.