جلالاباد (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): ننګرهار ولايت کې مسوولين وایي، د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراجالدين حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري راتګ پروسې د ارزونې په موخه تورخم ښارګوټي ته سفر کړی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديقالله قريشي بدلون د لړم په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني نن د راستنېدونکو ګډوالو د وضعیت ارزونې لپاره تورخم ته سفر کړی دی.
هغه زياته کړه، حقاني تورخم ښارګوټي ته څېرمه د کډوالو لنډمهالي پنډغالي ته ورغلی، هلته يې له نږدې د کډوالو وضعيت ليدلی او په تورخم کې یې کډوالو ته د مرستو رسولو او خدماتو ۱۲ګونو کمېټو کارونه هم ارزولي دي.
نوموړي د کورنيو چارو وزارت د سرپرست د دغه سفر په تړاو نور جزييات وړاندې نه کړل خو يادونه يې وکړه چې د کورنيو چارو وزارت سرپرست په تورخم کې د افغان کډوالو د امنيتي وضعيت په تړاو هم له امنيتي مسوولينو سره ليدلي دي.
د یادونې ده، د روان نوامبر میاشتې له لومړۍ نېټې پاکستان په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړې او تر دا مهاله څه باندې درې سوه زره افغانان يې په زور ایستلي او دا لړۍ لاهم روانه ده.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن