کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش د رامز الاکبروف پر ځای، ایندریکا راتواته د یوناما د مرستیال په توګه ګومارلی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان پرون (سهشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې هغه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازیتوب ترڅنګ، په دغه هېواد کې د بشري مرستو همغږي کوونکی هم وي.
د یادونې ده، ایندریکا راتواته له سرېلانکا هېواد څخه دی چې په افغانستان کې د ۱۴ کلونو کار او سیمهییزو مسایلو برخه کې د تجربې ترڅنګ، په بشري چارو او پېچلي او بحراني چاپېریال ساتنې برخه کې څه باندې ۳۰ کلنه تجربه لري.
هغه د کلمبیا په پوهنتون کې په نړۍوالو اړیکو کې د ماسټرۍ او د سرېلانکا په کلمبو پوهنتون کې یې په انګلیسي ژبه او ټولنپوهنه کې د لېسانس تر کچې زدهکړې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې رامز الاکبروف د ۱۳۹۹ کال په وروستیو کې د یوناما د مرستیال په توګه ټاکل شوی و.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن