کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي او په دې اړه یې د دغه هېواد پرېکړه غیرعادلانه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد تکل نن په یوه غږیز کلېپ کې ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو په تړاو د ا.ا دریځ څرګند دی.
هغه زیاته کړې: «بهرنیو چارو وزارت همېشه د پاکستان دغه اوسنۍ کرنلاره چې له مخې یې افغان مهاجرین په لنډ وخت کې په زور اخراج کړي، غندلې او دا یې د دغه هېواد نامناسبه او غیرعادلانه پرېکړه بللې ده.»
هغه وایي، د بهرینو چارو وزارت مسوولینو له پاکستاني چارواکو، سیاسیونو او علماوو سره په ناستو کې ټینګار کړی چې د افغان کډوالو لپاره دې ستونزې نه ایجادېږي او په یوه مناسب وخت کې دې خپل هېواد ته د ستنولو زمینه ورته برابره شي.
تکل دغه راز وویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شتمنۍ باید په خوندي ډول هېواد راولېږدول شي.
پاکستان په داسې حال کې په جبري ډول افغان کډوال وباسي چې ملګرو ملتونو، یو شمېر پاکستاني سیاستوالو او د بشري حقونو سازمانونو ترې غوښتي چې د کډوالو ایستلو دغه لړۍ ودروي.
د افغانستان سرپرست حکومت هم له پاکستانه غوښتي چې له تحمله کار واخلي او د ښه ګاونډیوب، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې دې د افغان کډوالو له جبري ایستلو تېر شي.
افغان حکومت دغه راز زیاته کړې، په کومو هېوادونو کې چې افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته يې ستونزه نه ده جوړه کړې او نه هم افغانان هلته په بې ثباتیو کې لاس لري.
دا مهال له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته په تورخم کې دوه کمپونه جوړ شوي او ټول لومړني خدمات ورته وړاندې کېږي.
حکومت ویلي، راستنېدونکو کډوالو ته ترانسپورتي او نورې اسانتیاوې هم برابروي.
د روانې نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو ورکړل شوي ضربالاجل وروستۍ ورځ وه چې د کډوالۍ اسناد نه لري.
د معلوماتو له مخې، یو عشاریه څلور میلیونه دا ډول افغانان پاکستان کې اوسېږي. د راپورونو له مخې، اوس پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي او تر اوسه یې ګڼ شمېر په زور ایستلي دي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليلالرحمن حقاني وايي، له هغه وروسته چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ پيل شوې، تر اوسه څه باندې ۳۰۰ زره کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي او دا لړۍ روانه ده.