کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ایران کې د افغانستان سفارت له مسوولینو غوښتي چې په دغه هېواد کې افغانانو ته د لوړو زدهکړو زمینه برابره او په دې برخه کې یې ټولې ستونزې هوارې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت له مسوولینو سره لیدلي دي.
هغه ویلي: «د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال افغانان په بهرنیو هېوادونو کې له ډېر ستونزو سره مخ وو، ژوند یې سخت او ستونزو ته یې پر وخت او ښه ډول رسېدنه نه کېده، خو نن د ستونزو د حل لپاره مسوولین پر وخت اقدام کوي.»
هغه زیاته کړه، افغانستان هغه وخت پر خپلو پښو درېدلی شي چې حکومت د ملت خدمت او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکاري وکړي.
برادر د سفارت ټولو مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو افغانانو ته په ایران کې د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړي او په دې برخه کې یې ټولې شته ستونزې ور حل کړي.
د دې لیدنې پر مهال په تهران کې د افغانستان سفارت مسوولینو وویل چې دا مهال په ایران کې د افغان کډوالو او کارګرانو ستونزې تر ډېره حده حل شوې دي.
هغوی ډاډ ورکړ چې په سفارت کې هر ډول اداري فساد ختم شوی او د عوایدو کچه هم د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن