کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، په ټول هېواد کې يې د هغو ماشومانو او ځوانانو د ملاتړ لپاره ۳۵ ښوونيز مرکزونه جوړ کړي چې په خصوصي ښوونځيو کې د زدهکړو توان نه لري.
دغه بنسټ پرون (سهشنبه) پر خپله اېکسډپاڼه لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې په جلالاباد کې ۲۳۳ زدهکوونکو د افغاني سرې میاشتې په ښونیزو مرکزونو کې نوملیکنه کړې ده.
افغاني سرې میاشتې زیاته کړې چې دغه زدهکوونکي په بېلابېلو برخو لکه اسلامي زدهکړو، سیرتالنبي، سواد زدهکړو، ریاضي، انګلیسي ژبې او کمپیوټر برخو کې زدهکړې کوي.
سرچینې څرګنده کړې چې تر دې دمه په جلالاباد کې د دغه بنسټ له مرکزونو ۲۵ زدهکوونکي فارغ او ۱۸۸ نور په زدهکړو بوخت دي.
د وېلو ده، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تر «دویم» امر پورې د نجونو پر مخ وتړل شول، خو د سرپرست حکومت چارواکو تل ویلي چې د خوندي درسي چاپېریال په جوړېدو سره به ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن