کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۲): د ازبکستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي، چمتو ده د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ترمیم په ښه کیفیت او لنډ وخت کې په ۵۰ سلنه تخفیف ترسره کړي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د یادې ادارې سرپرست ملا بختالرحمن شرافت د ازبکستان اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي ريیس نرزلوف زفرغیاسویچ سره د حیرتان بندر اوسپنې پټلۍ سټېشن کې لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست وویل، دوی غواړي د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ هغه برخې چې زیانمنې شوې بېرته ورغوي؛ په همدې موخه یې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له ادارې وغوښتل څو دغه کار په لنډ وخت کې په تخفیف سره ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي، په یاده لیدنه کې د ازبکستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي ريیس وویل، دوی چمتو دي د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ترمیمات په ښه کیفیت او لنډ وخت کې په مناسب قیمت ترسره کړي.
هغه ویلي: «د ازبکستان ولسمشر په ځانګړي هدایت له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب په پام کې نیولو سره یاد ترمیمات په ۵۰ سلنه تخفیف ترسره کوو.»
د سرچینې په حواله، په دې لیدنه کې پرېکړه وشوه، دواړه لوري به هڅه کوي چې د حیرتان - مزارشریف اوسپنې پټلۍ ترمیمات په لنډ وخت کې ترسره کړي څو توکو د انتقالاتو کې د ځنډ لامل نه شي.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې معلوماتو له مخې، دغه اداره په پام کې لري څو د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ځینې برخې چې د وروستیو تحولاتو پر مهال زیانمنې شوې بېرته ورغوي چې په دې سره به انتقالات ډېر او نورې اسانتیاوې برابرې شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن