Language

یوه افغان ورزشکار د سوېلي کوریا د بدن ښکلا سیالیو کې د نقرې مډال ترلاسه کړ

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې افغان لوبغاړي محمدایوب اعظمي د سوېلي کوریا په کوربه‌توب د بدن ښکلا سیالیو کې د نقرې نړۍوال مډال ترلاسه کړ.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، محمدایوب اعظمي د سوېلي کوریا د بدن ښکلا په سیالیو کې په ۱۰۰ کیلو وزن کې د نقرې مډال وګاټه.

سرچینې زیاته کړې، اعظمي په دغو سیالیو کې پر دې وتوانېد چې خپل عراقي، ازبکستاني او هندي سیالانو ته ماتې ورکړي او د دویم مقام په ګټلو سره یې د نقرې مډال ترلاسه کړ.

همدارنګه وړمه ورځ په دغو سیالیو کې یو بل افغان ورزشکار علي رضا اساهي بیا د سرو زرو مډال ګټلي و.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې د ۴۸ هېوادونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې له افغانستانه په کې درې لوبغاړي وو.