ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د لومړنیو توکو لوړو بیو ته اندېښمن دي

د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د لومړنیو توکو لوړو بیو ته اندېښمن دي

author avatar
12 Nov 2023 - 20:44
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د لومړنیو توکو لوړو بیو ته اندېښمن دي
author avatar
12 Nov 2023 - 20:44

قلعه‌نو (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د لومړنیو توکو بیې کنټرول کړي او له هغو هټۍوالو او سوداګرو سره قانوني چلند وکړي چې توکي په لوړه بیه پلوري.

یاد اوسېدونکي وایي که څه هم د ډالرو بیه ټيټه شوې خو تر اوسه د لومړنیو توکو په بیو کې لا هم بدلون نه دی راغلی.

 د یادونې ده چې نن ماسپښین یو بجه د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۶۷ افغانۍ و.

د بادغیس یوه اوسېدونکي ابراهیم پژواک ته وویل: «که څه هم له ټولو هېوادونو توکي په ډالرو پېرل کېږي، خو د ډالرو په ټيټېدو سره نه د خوارکي او نه د غیر خوارکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی.»

نوموړی که څه هم د بیو د کنټرول په برخه کې حکومت ګرم بولي، خو هیله څرګندوي چې په دغه ولایت کې د توکو بیې کنټرول شي.

هغه وویل: «ټولو خلکو ته معلومه ده چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی، خو له بده مرغه کله چې بازار ته ګورو بازار نه کنټرولېږي، څوک چې مسوول دي او د دولتي ادارو په راس کې دي، د بازار کنټرول په لاس کې نه لري چې سوداګر او کسبه‌کاران پوه کړي چې کله ډالر ټیټېږي باید بیې هم ټيټې شي.»

د بادغیس یو بل اوسېدونکی عبدالغفار هم ورته شکایت لري او په دغه ولایت کې د توکو پر لوړو بیو نیوکه کوي.

نوموړی له مسوولینو هیله لري څو د بازار د بیو په مدیریت کې اقدام وکړي، په بازار کې د کسبه‌ګرو او د توکو له پلورونکو څارنه وکړي.

هغه زیاته کړه: «ډالر مخکې لوړ و، اوس ټيټ دی، خو د خوراکي او غیر خوارکي توکو بیو هیڅ تغییر نه دی کړی، زموږ غوښتنه له دولته دا ده، اوس چې ډالر ټيټ شوی باید نرخونه هم کم کړي.»

خو د قلعه‌نو ښار ځيني هټۍوال وایي دا چې له سوداګرو توکي په لوړه بیه پېري، مجبور دي چې په لوړه یې وپلوري.

د قلعه‌نو ښار یوه دوکاندار سیدمحمد عثمان وایي چې دوی ټول سوداګریز توکي له نورو ولایتونو په لوړه بیه اخلي او دغه ولایت ته یې راوړي.

د هغه په خبره، د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو له ټيټېدو سره همهاله په ډالرو د توکو پېرل هم لوړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دوی له نرخونو هیڅکله سرغړونه نه ده کړې او انصاف په نظر کې نیسي.

هغه وویل: «موږ لومړی لاس سوداګر نه یو، موږ خپل ټول توکي د نورو ولایتونو له سوداګرو اخلو، هغوی چې په هر نرخ یې راکړي موږ فقط لږه ګټه اخلو.»

د قلعه‌نو ښاروالۍ مسوولین دغه ولایت کې د مصرفي توکو لوړې بیې مني.

د قلعه‌نو ښاروال نظرمحمد وثیق وایي: «بادغیس یو له وارداتي ولایتونو دی او د دغه ولایت ټول مصرفي توکي له نورو ولایتونو راځي چې په دې اړه د مسوولینو له خوا کمه پاملرنه کېږي.»

 هغه وویل: «د ښاروالۍ او د څو نورو ادارو موظفین په دوامدار ډول د بازار نرخونه کنټرولوي؛ له سرغړونکو سره قانوني چلند کوي.»

نوموړي ویل: «بادغیس خپل ټول مصرفي توکي له هراته واردوي، په هغه ولایت کې د مسوولینو له خوا نه کنټرولېږي، موږ کمېټه لرو چې په هغه کمېټه کې ښاورالۍ او څو نورې ادارې شاملې دي، تل څارنه لرو او د دوکاندارانو فاکتورونه (خرید بلونه) وینو، که څوک فاکتوري لري او په لوړه بیه اجناس پلوري له هغوی سره قانوني چلند کېږي.»

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.