مزارشریف (پژواک، ۲۲ پژواک ۱۴۰۲): بلخ کې د ۲۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ښځو اړوند ۱۵ بېلابېلو کارخونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو.
د برېښنا دغه سیسټم د ملګرو ملتونو د پرمختيایي پروګرام (UNDP) له لوري جوړ شوی دی.
په مزارشریف کې د یاد دفتر ساحوي مسوول وهیب الاییراني وایي چې له سوداګرو ښځو د ملاتړ په موخه دوی په بلخ کې د ۲۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ښځو اړوند ۱۵ کارخونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ کړی دی.
د هغه په وینا، پر هر سیسټم ۱۵ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی، هر سیسټم ۸ کیلوواټه برېښنا تولیدوي او د یوې تولیدي کارخونې ټولې برېښنایي اړتیاوې پوره کوي.
په همدې حال کې کارخونه لرونکې د برېښنا دغه سیسټم ته خوشحاله دي.
بلخ کې د یوې تولیدي کارخونې مسووله انیسه حسیني پژواک ته وايي، خوشحاله ده چې د برېښنا وړیا سیسټم ورته جوړ شو.
هغې وویل: «د دغه سیسټم له جوړیدو وړاندې هرو دوو میاشتو کې مې شاوخوا ۲۰ زره افغانۍ د برېښنا لګښت ورکاوه، خو اوس خوشحاله یم چې وړیا برېښنا راته جوړه شوه.»
دغه راز نادیه د یوې بلې کارخونې مسووله هم وایي چې د دغه وړیا برېښنایي سیسټم له برخمنه کېدو وروسته یې ډېری ستونزې حل شوي او ورسره یې د کارخونې د تولید کچه لوړه شوې ده.
د یادونې ده، یواېنډيپي په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو لپاره د برېښنا ورته سیسټمونه جوړ کړي دي.
Views: 92
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن