کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، په لوګر، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې له څه باندې ۳۲۰۰ کورنیو سره نغدي او له ۲۲۰۰ کورنیو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرستې وشوې.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت مرکز پلعلم کې له شاوخوا دوه زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
هغه وویل چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لورې وېشل شوې او هرې کورنۍ ته یې ۳۲۰۰ افغانۍ ورکړې دي.
د یوه بل خبر له مخې، د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې له ۱۵۰۰ کروندګرو سره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان له لورې د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
هغه د معلوماتو له مخې، په دغه مرسته کې هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپينه سره ورکړل شوې دي.
د لغمان د الینګار ولسوال قاری زاهدالله فاتح هم وایي چې نن په دې ولسوالۍ کې له ۷۰۰ بزګرو سره د اسلامي هوسایني نړۍوالې موسسې له لوري د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته وشوه.
هغه وایي چې په دغو مرستو کې هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه غنم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوې دي.
د یوه بل راپور له مخې، د کاپيسا ولایت د سره میاشتې دفتر رییس مولوي مطیعالرحمن وایي چې نن د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې له ۸۰ بېوزلو کورنیو او راټولو شوو سوالګرو سره یې نغدې مرسته کړې او هرې کورنۍ ته یې پنځه زره افغانۍ ورکړې دي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن