اسعداباد (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): کونړ کې له پاکستانه تازه راستنې شوې کورنۍ وایي که څه هم د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ورته لنډمهاله کمپ جوړ شوی، خو په وینا يې د لومړنیو توکو له کمښت سره مخ دي.
د خاص کونړ ولسوالۍ کې په جوړ شوي پنډغالي کې مېشتې دغه کورنۍ له حکومت او مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي.
ګلزمان چې تازه له خپلې پنځه کسیزې کورنۍ سره له پاکستانه راغلی او اوس په جوړ شوی پنډغالي کې ژوند کوي، وایي، خوړو او د څښاک پاکو اوبو ته پوره لاسرسی نه لري.
نوموړی دغه راز له حکومته د دایمي سرپناه جوړولو غوښتنه کوي.
هغه وايي: «یوه اونۍ کېږي چې په کمپ کې ژوند کوم، مسوولین راته وایي چې دلته په موقته توګه اوسېدلی شو، زه کور او کرونده نه لرم، اندېښمن یم که له دې ځای لاړشم نو چېرته به ژوند کوم.»
هغه وایي، د ده په څېر ګڼې کورنۍ شته چې د اوسېدو لپاره کور او ځای نه لري.
د محمدعمران په نوم یو بل کډوال هم وايي: «موږ دلته تشنابونه نه لرو، زنانه مو له ډېرو ستونزو سره مخ دي، یوازې خیمې یې راته راکړې دي، خواړه هم په کمه اندازه راکول کېږي،زموږ چاره پرې نه کېږي، بل د څښاک پاکې اوبه هم کمې دي او د شپې پرمهال د رڼا لپاره هیڅ هم نه لرو.»
۱۲ کلن رحیمالله وايي، دی د پنځم ټولګي زدهکوونکی دی او کورنۍ يې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا په زور را ایستل شوې ده.
هغه چې خپلو نیمګړو زدهکړو ته هم اندېښمن دی وايي، خپل کور نه لري او اوس د کډوالو په کمپ کې اوسېږي.
نوموړی له حکومته غواړي چې د دایمي سرپنا ترڅنګ ورته د زدهکړو په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې کړي.
په ورته مهال کونړ کې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو ریاست رییس ادارې وایي، له هغه وروسته چې پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې، کونړ ته شاوخوا ۱۶۰۰ کورنۍ راغلې دي.
هغه زیاتوي: «موږ په موقتي توګه په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره پنډغالی جوړ کړی، ولایتي ادارې له خپلو امکاناتو هغوی ته یوه اندازه اسانتیاوې برابرې کړې دي.»
نوموړی مني چې په یاد پنډغالي کې د تشنابونو نشتوالي سربېره په نورو برخو کې د اړتیا سره سم لومړنۍ اسانتیاوې نه دي برابرې شوي .
هغه وایي تر اوسه ورسره نړۍوالو موسسو او مرستندویه بنسټونو مرستې نه دي کړې، خو په وینا یې له هغوی یې غوښتي څو له دغو کډوالو سره د سرپنا ترڅنګ د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP