ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان او ایراني لورو د وارداتي برېښنا تړون پر غځولو خبرې کړې

افغان او ایراني لورو د وارداتي برېښنا تړون پر غځولو خبرې کړې

author avatar
14 Nov 2023 - 02:06
افغان او ایراني لورو د وارداتي برېښنا تړون پر غځولو خبرې کړې
author avatar
14 Nov 2023 - 02:06

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ایران د انرژۍ له وزیر سره د وارداتي برېښنا تړون پر غځولو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت له خوا د لړم په ۲۲مه د شپې ناوخته خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې تهران ته د سفر پر مهال ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي یې نن د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ له وزیر محرابیان سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، عبداللطیف منصور د ایران له کوربه‌توبه چې له څو لسیزو راهیسې یې د افغانستان کډوالو ته په خپله خاوره کې د استوګنې شرایط برابر کړي، مننه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، وروسته د دواړو هېوادونو پلاوو له ایرانه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د تړون پر غځولو او د برېښنا پر تعرفې هم خبرې وکړې.

د اوبو او برېښنا وزارت ویلي، دواړو خواوو تخنیکي ډلو ته دنده وسپارله څو د موضوع ټول اړخونه په تفصیل سره وڅېړي او تر راتلونکې ناستې پورې یې د توافق لپاره چمتو کړي.

دغه راز د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر او مل پلاوي یې نن د تهران په شمال کې د سیابېشه اوبو له بنده چې نږدې زر میګاواټه برېښنا تولیدوي، هم لیدنه وکړه چې د یاد بند د مسوولینو له خوا یې تود هرکلی وشو او د بند په هکله مکمل معلومات ورکړل شول.

له دې مخکې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د ایران د توانیر شرکت له عمومي ریيس ارش کردي سره په تهران کې کتلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا انرژۍ پراختیا برخه کې د لا زیاتې همکارۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه وزارت ویلی، په لیدنه کې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر په روان کال کې د ایران له لوري د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې په یادولو غوښتنه وکړه چې دغه هېواد دې په راتلونکي کې د داسې ستونزو رامنځته کېدو مخنیوی وکړي او په دې برخه کې دې تعرفه کم ټیټه کړي.

د یادونې ده، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی تېره اونۍ ایران ته تلللی و او هلته یې د شپږ ورځني رسمي سفر پر مهال له ایران سره په اقتصادي او سوداګرۍ برخو کې ۶۸ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

باید وویل شي چې افغانستان خپله برېښنا ډیره کمه تولیدوي او د ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه د وارداتي برېښنا له لارې د خلکو اړتیاوې پوره کوي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.