ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل د مرکز اوسېدونکي د قوش‌تېپې کانال د سربند چارو د بیا پیلېدو غوښتنه کوي

د سرپل د مرکز اوسېدونکي د قوش‌تېپې کانال د سربند چارو د بیا پیلېدو غوښتنه کوي

author avatar
14 Nov 2023 - 15:10
د سرپل د مرکز اوسېدونکي د قوش‌تېپې کانال د سربند چارو د بیا پیلېدو غوښتنه کوي
author avatar
14 Nov 2023 - 15:10

سرپل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۲): د سرپل د مرکز اړوند قوش‌تېپې سیمې ځیني اوسېدونکي د دې سیمې د کانال د سربند جوړولو چارو د پیل غوښتنه کوي او وايي چې د یاد سربند د جوړېدو چارې له پنځو کلونو راهیسې په ټپه ولاړې دي.

د قوش‌تېپې سیمې اوسېدونکی میرویس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادې سیمې د کانال د سربند چارې چې یو زره او ۲۵۰ هکټاره ځمکه خړوبوي په ۱۳۹۷ کال کې د یوه شرکت له لوري پیل شوې، خو له پنځو میاشتو وروسته یې خپل کار بند کړ او وتښتېدل.

هغه زیاته کړه، قراردادي شرکت کله چې د سربند کار پیل کړ په سیمه کې یې د اوبو جریان هم پرې کړ او له پنځو کلونو راهیسې سیمې ته اوبه نه راځي او ټولي ځمکې په للمي بدلې شوې دي.

نوموړي څرګنده کړه چې د دې سیمې کروندګرو هر کال لږ تر لږه یو زره او ۱۰۰ ټنه حاصلات ټولول خو د اوبو جریان له بندولو وروسته یې هیڅ هم نه دې کرلي او د سیمې اوسېدونکو له دې اړخه هر کال میلیونونه افغانۍ تاوان کړی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ په وار وار د سرپل سیندیزې حوزې او د شمال زون سیندیزې حوزې ریاست ته ورغلي یو چې زموږ د کانال د سربند چارې پیل کړې، خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړې.»

میرویس څرګنده کړه چې بالاخره یې خپله عریضه د اوبو او انرژۍ وزارت ته رسولې او هیله لري چې مثبته پایله ورکړي.

بلخوا، د قوش‌تېپې سیمې یوه اوسېدونکي عبدالمالک وویل چې د قوش‌تیپې کانال د سربند قراردادي شرکت دغه ولایت ته ډېر لوی زیان اړولی دی.

نوموړي زیاته کړه: «له حکومته غواړو چې یاد شرکت په دې اړه وپوښتي.»

هغه زیاته کړه: «موږ له پنځو کلونو راهیسې له خپلو ځمکو حاصلات نه دي ترلاسه کړي، ډېری خلک اړ شول چې د خپلو شخصي ځمکو په شتون نورو سیمو کې په کمه بیه کار وکړي.»

ورته مهال، د سرپل د سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مطبوعاتو مسوول محمدشریف امیري وویل، په ۱۳۹۷ کال کې د excellent planning ساختماني شرکت د ۶۱ میلیون افغانیو په لګښت د سرپل له سیندیزې فرعي حوزې ریاست سره د دغه ولایت په مرکز کې د قوش‌تیپې کانال سربند چارو قرارداد کړی و.

هغه زیاته کړه، یاد شرکت د پروژې د ۶۰ سلنه کار له مخکې وړلو وروسته چارې نیمه‌بشپړې پرېښودې او لامل یې امنیتي ستونزې ښودلې وې.

نوموړي زیاته کړه: «که څه هم د سرپل سیندیزې حوزې ریاست او د سیمې اوسېدونکو له شرکته غوښتي چې کار بېرته پیل کړي، خو شرکت د سرپل سیندیزې فرعي حوزې او د قوش‌تیپې اوسېدونکو غوښتنې ته پاملرنه ونه کړه.»

امیري دغه راز وویل، د دې پروژې لګښت د نړۍوال بانک له لورې ورکول کېږي او قراردادي شرکت چې ۶۰ سلنه کار مخکې وړی، ۶۰ سلنه پیسې یې هم ترلاسه کړي دي.

د هغه په خبره، د پروژې کوم ۶۰ سلنه چارې چې مخکې تللې وې، وروسته له پنځو کلونو له منځه تللې دي او د سرپل سیندیزه فرعي حوزه هڅه کوي چې دا پرژوه بیاځلي پیل کړي.

د سرپل د اقتصاد ریاست د همغږئ امر ستار نادري هم وایي، په دغه ولایت کې د مخکني حکومت له وختونو ۴۴ نیمه‌کاره پروژې پاتې چې بېرته د اسلامي امارت په بودجه کې شاملې شوي او کارونه به یې پیل شي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د excellent planning ساختماني شرکت نظر هم واخلي خو په سیندیز فرعي ریاست کې د دغه شرکت د اړیکې شمېره غیرفعاله وه.

Views: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.