Pajhwok Afghan News

فراه کې د ترافيکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړ

فراه (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د فراه امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې نن د ترافيکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د پرچمن ولسوالۍ په مرکز کې یوه ټېلر موټر دوه کسان وهلي چې یو یې ځای پر ځای مړ شوی او بل په روغتون کې ساه ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې د موټر چلوونکي د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم دا ویل شوي چې مړه شوي کسان لویان دي او که ماشومان.

Views: 38

Exit mobile version