ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د نږدې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړولو چارې پېل شوې

کونړ کې د نږدې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړولو چارې پېل شوې

author avatar
16 Nov 2023 - 20:56
کونړ کې د نږدې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړولو چارې پېل شوې
author avatar
16 Nov 2023 - 20:56

اسعداباد (پژواک،۲۵ لړم،۱۴۰۲) : د کونړ ټولګټو چارو ریاست له لوري په ناړۍ ولسوالۍ سیمه کې د یوه سړک د ژغورنې په موخه د نیږدې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال جوړونې چارې پېل شوې.

ددې ولایت د ټولګټو چارو ریس قاري قدرت الله معاذ د لړنم په ۲۵مه، د یادې پروژې د پرانیستې پرمهال پژواک ته وویل ، د پنځه سوه متره په اوږدوالي او شپږم متره لوړوالي د استنادي دیوال په جوړیدو سره به د ناړۍ ولسوالۍ د خر وله سیمه کې غځیدلی سړک د سیند اوبو د ډیروالي پرمهال د ویجاړیدو له خطر څخه وژغورل شي.

هغه زیاته کړه، چې ددې پروژې چارې به په پنځوسو ورځو کې بشپړې شي او ترڅنګ به یې په ځینو ځایونو کې د سړک هغه برخې هم رغول کیږي چې ډیرې ویجاړې شوې وې.

معاذ وویل، د ناړۍ ولسوالۍ یاد سړک چې د شرقي نورستان دوه ولسوالۍ کامدیش او برکیمټال اوسیدونکي پرې هم تګ راتګ کوي، زیات ځلې د اورښتونو او سیند اوبو د ډیروالي پرمهال د خرابېدو له ګواښ سره مخ کیږي.

هغه وایي  هڅې یې پېل کړې چې ویجاړې شوې برخې یې ورغوي او د اوسیند اوبو د مخنیوي لپاره د سړک غاړو ته استنادي دېوالونه جوړ کړي.

په ورته مهال د کونړ ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي د رغونې یادې پروژې ته خوښ دي او وایي د اسمار او ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ غځیدلې لویه لار په ډیرو برخو کې لاهم کنډوکپر دي او د خلکو تګ او راتګ پرې ستونزمن شوی دی.

د ناړۍ ولسوالۍ یوتن اوسیدونکی ضیاالرحمن هیله من  وایي، پر دغه لویه لار نه یوازې د ناړۍ ولسوالۍ  خلک تګ راتګ کوي، بلکې د شرقي نورستان دوو ولسوالیو کامدېش او برګیمټال اسیدونکي هم له دغې لارې ګټه پورته کوي.

د یادې ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي عبدالستار بیا وایي تیرو کلونو کې د جګړو او نا امنیو له امله یاد ولسوالۍ د پرمختیایي چارو په برخه کې څنډې ته پاتې شوې، حکومت او مرستندویه ادارې  باید د زیربنایي پروژې د پلې کیدو په برخه کې یادې سیمې ته پاملرنه زیاته کړي .

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.