کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالو چارو اداره وایي، ۳۲۵ افغان کډوال يې له پاکستانه کاناډا ته لېږدولي دي.
د کاناډا د کډوالو چارو ادارې (IRCC) تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال د کاناډا کلګاري ښار ته لېږدول شوي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه افغان کډوال یې له پاکستانه کاناډا ته لېږدولي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې کاناډا ته لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان رسېدلي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن