کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرواګرام وایي، تر اوسه یې له پاکستانه را ایستل شوو ۱۱۲ زره افغان کډوالو سره مرسته کړې او د یو میلیون نورو کډوالو لپاره ۱۶ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روان کال د نومبر میاشتې له لومړۍ د افغان کډوالو ایستل پیل کړي او تر اوسه یې زرګونه کورنۍ وتلو ته مجبورې کړې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
دغه بنسټ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، په پاکستان کې ۳ اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوال اوسېږي، ډېری دوی اړ کړای شوي چې خپل هېواد ته ستانه شي.
د سرچینې په خبره، تر اوسه دغه بنسټ له ۱۱۲ زره هغو کډوالو سره چې په زور را ایستل شوي، د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرستې کړې او له دغو کډوالو سره د مرستو د دوام په موخه فوري بودجې ته اړتیا لري.
سرچینې ویلي، د یو میلیون نورو کډوالو مرستو ته چې په اجباري ډول را ایستل کېږي، ۱۶ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
دغه راز دغه بنسټ پر خپله ایکسپاڼه یوه ویډیو کلېپ کې ویلي: «لسګونه زره افغانې کورنۍ مجبورې دي چې په پاکستان کې خپل هر څه پرېږدي او په ډېر بد وضعیت کې افغانستان ته ستنې شوې، د ژمي په رارسېدو سره دوی د خوړو لپاره څه نه لري او د تلو لپاره ځای نه لري، دا په نړۍ کې تر ټولو لوی بشري ناورین دی.»
په دغه ویډیو کلېپ کې راغلي چې ډېرې دغه کورنۍ په داسې حال کې خپل هېواد ته راستانه شوي چې خپل ډېر عمر یې په پاکستان کې تېر کړی دی.
سرچینې لیکلي چې دغه بنسټ باید په داسې حال کې داسې خلکو ته مرسته ورسوي چې د توکو له کمښت سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP