کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۲۹): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غزه کې پر یوه روغتون د اسراییلو بریدونه غندلي، د یاد هېواد کړنې یې جنګي جرایم بللي او په ملګرو ملتونو يې غږ کړی چې غزه کې د اسرایيلو د بشر ضد جرمونو مخه ونيسي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د تېرې تلې میاشتې په ۲۵ مه د غزې پر هغه روغتون چې زرګونو فلسطینیانو په کې پناه اخیستې وه، هوایي برید وکړ چې په پایله کې یې تر ۵۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، تر څلوېښتو ورځو اوړي چې په غزې تړانګه کې د ټولو انساني نورمونو خلاف د صهيونيستي ځواکونو وحشت ادامه لري.
سرچینې زیاته کړې، اسرائیلي يرغل د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې د قوانينو ټول حدود ماتوي او په دې وروستیو کې يې پر روغتونونو هم بريدونه پيل کړي چې وروستی مورد يې د الشفاء پر طبي کمپلکس د صهيونيستي ځواکونو بريد دی.
سرچینه زیاتوي: «د ا.ا.ا د غزې د بې دفاع ولس پرخلاف د اسراییلو وحشت يو ځل بيا په کلکو ټکو غندي، د صهيونيستي رژيم مسوولين د جنګ مجرمين بولي او د دوی کړنې په غزه کې په واضح ډول د جنګ د قوانينو نقض او جنګي جرایم ګڼي.»
د سرچینې په حواله، ا.ا د ملګرو ملتونو پر سازمان او د بشري حقونو پر نورو مدعي سازمانونو غږ کوي، که چېرې خپلو اعلاني ارزښتونو ته رښتينی تعهد لري بايد په غزه کي د اسرایيلو د بشر ضد جرمونو پر خلاف د رښتيني، روښانه او منصفانه دريځ پر خپلولو سره د روان وحشت مخه ونيسي.
سرچینه کاږي، په دې اړه د غربي دولتونو او سازمانونو دوه ګونی چلن به دا باور لا يقيني کړي چې د دوی لپاره د بشر حقونه يوازې د يوې حربې ارزښت لري چې د خپلو سياسي موخو لپاره يې کاروي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ا.ا.ا له عربي او اسلامي هېوادونو يو ځل بيا په کلکه غواړي چې د غزې د مظلومو مسلمانانو غږ واوري او د مؤثرو او معناداره اقداماتو په ترسره کولو سره خپل ديني او انساني مسووليتونه ادا کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د اسراییل او حماس ترمنځ د دغې سیمې اوسېدونکو ته د مرستو رسولو په موخه د اوربند پرېکړهلیک تصویب کړه.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې غزه کې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، پر دې سیمې د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه له ۱۱ زره او ۵۰۰ ډېر فسلطیني وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ډېر شمېر یې ماشومان او ښځې دي.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن