ا.ا: ملګري ملتونه دې د منصفانه دريځ پر خپلولو سره غزه کې د اسراییلو روان وحشت مخه ونيسي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غزه کې پر یوه روغتون د اسراییلو بریدونه غندلي، د یاد هېواد کړنې یې جنګي جرایم بللي او په ملګرو ملتونو يې غږ کړی چې غزه کې د اسرایيلو د بشر ضد جرمونو مخه ونيسي.


