کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي، افغانستان کې «مشروع نظام» شته او له پاکستانه سره د اړیکو ستونزه نه لري.
د راپورونو له مخې، د پاکستان لنډ مهاله حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ تېره ورځ اسلاماباد کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، له افغانستان سره د دغه هېواد ستونزې هغه مهال هوارېدلای شي چې په کابل کې مشروع حکومت جوړ شي.
نوموړي همدارنګه د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې دفاع کړې ده.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان لومړي وزیرد یادو څرګندونو په غبرګون کې پژواک خبري اژانس ته وویل: «د افغانستان اسلامي امارت خپلو ټولو ګاونډیو خصوصآ پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او زموږ له خوا د اړیکو ستونزه نه شته.»
دی وايي: «په افغانستان کې مشروع نظام وجود لري دا مشروعیت اخري حد دی او د شرعې له لحاظه یو مشروع، واقعي نظام حاکم دی او د خلکو په ملاتړ باندې دې حد ته رسېدلی، د دغه نظام په شان مشروعیت موږ په نوره نړۍ کې نه وینو چې کوم هېواد یې ولري.»
هغه زیاته کړه، که څوک د اسلامي امارت پر نظام شک کوي هغه د دوی خپله ستونزه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې تلې میاشتې په ۱۷ مه د پاکستان لنډ مهاله حکومت لومړي وزیر په یوه خبري ناسته کې تور پورې کړی و چې ګواګې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته یې په هېواد کې ترهګریزې پېښې ۶۰ سلنه ډېرې شوې دي.
هغه ادعا کړې او ویلي یې دي: «تحریک طالبان پاکستان د دغه تاوتریخوالي مسووله ډله ده چې د افغانستان خاورې په کارولو سره پاکستان کې بریدونه کوي.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان لنډ مهاله حکومت لومړي وزیرد یادو څرګندونو په غبرګون کې پرخپله اېکسپاڼه لیکلي وو:«د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امن ټينګولو مسوولیت نه لري، هغوی باید خپل کورني مسایل په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي، دا چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په پاکستان کې ناامني زیاته شوې، د دې دا دلیل نه شي کېدای چې ګڼې موږ به د پاکستان د ناامنیو تر شا یو.»
Views: 99
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن