[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۲): د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د نړۍوالو مرستو د حیف او میل په اړه د سیګار د مشر جان سوپکو د وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي، دوی په افغانستان کې د مرستو پر بهیر د څارنې غښتلی سیسټم لري.
د افغانستان بیارغولو چارو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي څارونکي جان سوپکو څو ورځې مخکې (سهشنبه، د لړم ۲۳مه) په خپل راپور کې د کانګرس بهرنیو اړیکو کمېټې استماعیه ناستې ته وویل، اسلامي امارت له افغان ولس سره د امریکا متحده ایالتونو له بشري مرستو ګټه پورته کوي.
هغه زیاته کړې وه، د امریکا او نړۍوالې ټولنې مرستې د ترهګریزو فعالیتونو د تغذیې پر سرچینې بدلې شوې دي.
جان سوپکو ادعا کړې وه چې د افغانستان سرپرست حکومت له بهرنیو پروژو باج اخلي او د مرستو په وېش کې مستقیمه لاسوهنه کوي.
هغه تور پورې کړې وو چې سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو په مرستندویه ادارو فشار راوړي چې د مرستو په وېش کې د دوی کسان شامل کړي.
خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په واشنګټن کې یوې خبرې غونډې ته ویلي، امریکا په افغانستان کې له هغو باوري نړۍوالو بنسټونو سره کار کوي چې د افغانستان په څېر په ننګوونکو هېوادونو کې د کار پراخه تجربه لري.
هغه زیاته کړې: «موږ ارزونو ته دوام ورکوو، څو ډاډمن شو چې مرستې اړو خلکو ته رسېږي؛ زموږ همکاران له مرستو د ناوړه ګټې اخیستنې مخنیوي لپاره لازم چمتووالی لري او که چېرې د مرستو په برابرولو کې له سره غور کولو ته اړتیا وي نو موږ به په دې برخه کې ګامونه واخلو.»
د افغانستان سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت هم د سیګار یاد راپور رد کړی او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت هيڅکله هم د مرستو د وېش پروسه کې د مداخلې تګلاره نه خپلوي.
دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دغه ډول راپورونو خپرول بې بنسټه او په افغانستان کې د عیني تحولاتو خلاف دي.
دغه وزارت ټینګار کړی چې اسلامي امارت تل هڅه کړې څو اړمنو ته مرستې په شفاف ډول ورسېږي.
خبرپاڼې زیاته کړې، اسلامي امارت هيڅکله د مرستو د وېش پروسه کې د مداخلې تګلاره نه خپلوي او پر نړۍوالو موسسو فشار نه راوړي، بلکې هڅه کوي څو د مرستو وېشلو پروسه کې مرستهرسوونکو موسسو او نړۍوالو نهادونو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
[/restrict]
Views: 80
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن