سرپل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): د سرپل یو شمېر کروندګر د تېر کال په نسبت د پنبې د بیې پنځوس سلنه ټیټوالي له امله اندېښمن دي، خو د کرنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د پنبې لپاره د بازار پیدا کولو په هڅه کې دي.
د سرپل په مرکز کې د «خانقاه ملیکلي» سیمې یوه کروندګر دادمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «سږ کال مې پر ۳۰ جریبه ځمکه پنبه کرلې وه، خو اوس چې حاصل ته رسېدلې د اوبو، سرې او کارګرو پیسې هم نه شم پوره کولای.»
هغه زیاته کړه، په تېرو کلونو کې د یو من پنبې بیه ۷۰۰ افغانۍ وه، خو سږ کال ۳۵۰ افغانیو ته ټیټه شوې، حکومت باید د پنبې حاصلاتو ته د بازارموندنې په برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.
د سرپل د مرکز بختیاري سیمې یو کروندګر عبدالسلام هم وايي: «که د پنبې د حاصلاتو بازار یو کال ښه وي، بل کال ښه نه وي، له اسلامي امارته غواړو چې کرنیزو حاصلاتو ته ثابت نرخ وټاکي څو کروندګر زیان ونه ویني.»
دغه راز هغه زیاته کړه، حکومت باید د هر ولایت کروندګرو ته د کرنیزو حاصلاتو د کښت لېست وټاکي او په هر ولایت کې د یو کرنیز محصول د کرلو اجازه ورکړي څو تولیدات په هېواد کې دننه مصرف شي، خلک بهرنیو بازارونو ته اړ نه شي او بیې هم ثابتې پاتې شي.
د سیداباد ولسوالۍ یو کروندګر بصیر وايي: «موږ هر کال د یوې مړۍ حلالې ډوډۍ پیدا کولو په هیله بزګري کوو، هر کال د محصولاتو بیې ټیټېږي، که اسلامي امارت دې برخې ته پاملرنه ونه کړي، کروندګر به د ګټې پر ځای تاوان وکړي.»
بلخوا، د سرپل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري عبدالقادر وحدت پژواک ته وویل، د حاصلاتو د بیو په اړه د کروندګرو شکایتونه پر ځای دي، دا موضوع له کرنې وزارت سره شریکه شوې او وزارت هم هڅه کوي چې د کروندګرو پنبې ته مناسب بازار پیدا کړي.
هغه زیاته کړه، کروندګرو ته د پنبې ټولولو او پروسس په اړه زدهکړه ورکړل شوې چې دغه کار هم د محصولاتو پر بیې او راټولولو مثبت اغیز کړی دی.
د سرپل د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۴۲ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې چې ۱۲۵ ټنه حاصل یې ورکړی، خو تېر کال پر ۱۲۵ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه او ۱۱۰ ټنه حاصل یې ورکړی و.