کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په تله میاشت کې د ۲۵۰ اعشاریه ۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۷۹۸ اعشاریه ۲ میلیون ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي.
دې ادارې نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دوی د هېواد په کچه د روان کال د تلې میاشتې د صادراتو او وارداتو شمېرې راټولې او تحلیل کړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۵۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۸ اعشاریه ۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
یادې ادارې زیاته کړې، دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په تله میاشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۶۰ اعشاریه ۷ میلیونه ډالر و.
د شمېرو دغه تحلیل ښیي چې د هېواد په صادراتو کې د تېر کال د همدې میاشتې په نسبت ۱۰ اعشاریه ۳ میلیونه ډالر کموالی راغلی دی.
دغه راز سرچینې لیکلي، د ۱۴۰۱ کال په تله میاشت کې د هېواد د ټولو وارداتو ارزښت ۶۵۹ اعشاریه ۴ میلیونه ډالر و چې د روان کال په پرتله ۱۳۸ اعشاریه ۸ میلیونه ډالره کموالی ښیي.
دا تحلیل څرګندوي چې د روان کال د تلې په مياشت کې تر ټولو ډېر توکي پاکستان، هندوستان او چین هېوادونو صادر شوي او تېر کال په همدې میاشت کې هم پاکستان، هندوستان او تاجکستان ته تر ټولو ډېر صادرات ترسره شوي وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۱ او روان کال د تلې په میاشتو کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، ایران او چین هېوادونو ترسره شوي دي.
د احصایي ملي ادارې لیکلي چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غيرمحصولي واردات حساب شوي دي.