ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې نږدې ۱۱۹ میلیونه زړې افغانۍ وسوځول شوې

ننګرهار کې نږدې ۱۱۹ میلیونه زړې افغانۍ وسوځول شوې

author avatar
18 Nov 2023 - 18:16
ننګرهار کې نږدې ۱۱۹ میلیونه زړې افغانۍ وسوځول شوې
author avatar
18 Nov 2023 - 18:16

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وایي، ننګرهار کې یې د ۱۱۸ میلیون او ۸۵۵ زره افغانیو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي بانک‌نوټونه سوځولي دي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې د یاد بانک د لومړي مرستیال نوراحمداغا په مشرۍ یوه پلاوي په همدې موخه ننګرهار ولایت ته سفر کړی.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یادو زړو بانکنوټونو د سوځولو پر مهال له هېوادوالو غوښتي چې په راکړو ورکړو کې افغانۍ و کاروي او د بانک‌نوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي.

هغه ویلي، د بانک‌نوټونو ساتنه یو ملي مسوولیت دی او ټول هېوادوال باید د دې مسوولیت په ترسره کولو کې ونډه واخلي.

یاد بانک له دې مخکې په هرات او کندهار ولایتونو کې هم په میلیونونو زړې افغانۍ سوځولې وې.

Views: 659

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.