ایبک (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو له لوړالي شکایت کوي او وايي چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت په ټیټېدو سره هم د لومړنیو توکو بیو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
د سمنگان په ایبک ښار کې یوه قومي مشر قاري عبدالبصیر حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ډالر ارزښت له لوړېدو سره سم د لومړنیو توکو بیې هم لوړېږي، خو کله چې بیا د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېږي، د توکو بیې پر خپل ځای وي؛ میاشتې تېریږي په دې برخه کې کوم بدلون نه لیدل کېږي.
نوموړی سمنګان کې د لومړنیو توکو بیو پر لوړوالي اندېښنه څرګندوي او زیاتوي: «د ژمي سخت موسم په رارسېدو دی، له ټولو سوداګرو او هټۍوالو مو غوښتنه دا ده څو په یاده برخه کې پاملرنه وکړي او د دغه ولایت د اوسېدونکو ژمی سخت نه کړي.»
د سمنګان بل اوسېدونکی محمدابراهیم وايي: «موږ د هټۍوالو له لوري د توکو پر لوړه بیه پلورلو او احتکار شاهدان یو چې له بده مرغه توکي تر ډېره په لوړه بیه پلوري.»
د هغه په وینا، د ډالرو ارزښت د څه وخت مخکې په پرتله ټیټ شوی، خو د لومړنیو توکو بیې لا هم پر خپل ځای دي.
د سمنګان د مرکز ایبک ښار یوه هټۍوال نصیراحمد پژواک ته وویل، د ډالرو ارزښت په راکړه ورکړه کې مهم رول لري، خو د هټۍوالو اندېښنه دا ده، کله چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزشت ټیټېږي، سوداګر د توکو ډالري نرخ لوړوي.
هغه زیاته کړه: «د الفا شېدو یو کارتن پخوا په ۸۷ ډالره و، خو اوس چې ډالر ټیټ شوی، د دغو شېدو یو کارتن ۹۵ ډالرو ته رسېدلی، نو موږ څنګه کولای شو د خپلو توکو بیو کې بدلون راولو.»
هغه د سمنګان له سیمهییزو مسوولینو غواړي څو د سوداګرو له خوا د توکو په لوړه بیو پلورلو ته پاملرنه وکړي او هغوی ته د احتکار اجازه ور نه وکړي.
بل پلو، د ایبک په ښاروالۍ کې مسوولین مني چې د لومړنیو توکو بیې لوړې دي، خو د ښار په کچه د دې ستونزې د حل په موخه د یوې کمېټې له جوړېدو خبر ورکوي.
د ایبک ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي مدیر مولوي فدامحمد فرزام وايي چې دې ادارې د لومړنیو توکو بیو کنټرول لپاره د ښار په کچه نرخپاڼې وېشلې، دغه راز د ښاروالۍ کارکوونکي هم موظف دي او هره ورځ د لومړنیو توکو بیې کنټرولوي.
نوموړی د لومړنیو توکو بیو پر لوړوالي د یاد ولایت د اوسېدونکو نیوکه مني خو ټینګار کوي، له هغو کسانو سره به چې د ښاروالۍ نرخپاڼې ته پاملرنه ونه کړي او سرغړونه ترې وکړي، قانوني چلند وشي.
سمنګان په شمال زون کې یو له هغو ولایتونو دی چې ډېری خوراکي او غیرخوراکي توکي له خپلو ګاونډیو ولایتونو او د افغانستان له مرکزه واردوي او د سمنګان ځیني هټۍوال په دې نظر دي چې د سالنګ غځېدلې لارې بندېدل هم د لومړنیو توکو بیو پر لوړېدو اغېز لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP