Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار: د ژمي درشل کې له پاکستانه د کډوالو ایستل به افغانستان کې ستونزې لا ډېرې کړي

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په یوه راپور کې ویلي چې د ژمي په درشل کې له پاکستانه د کډوالو ایستل به په افغانستان کې بشري ناورین لا ډېر کړي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له دوام سره سم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) په یوه راپور کې لیکلي چې له پاکستانه ډېری ایستل شوي کډوال بې‌دندې او بې‌کوره دي چې دا په افغانستان کې د بشري ناروین د ډېرېدو لامل دی.

یاد بنسټ زیاته کړې چې اوس هم پاکستان د ۱،۳ میلیون ثبت شوو افغان کډوالو، ۸۴۰ زره تابعیت لرونکو کډوالو او شاوخوا ۱،۵ میلیون پرته له ‌قانوني اسنادو د افغانانو کوربه هېواد دی.

د دغه راپور له مخې، د کډوالو د وتلو ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته تر اوسه څه باندې ۳۵۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي او د هغو کسانو شمېر چې هره ورځ ایستل کېږي او مرستې ته اړتیا لري، د ډېرېدو په حال کې دی.

پاکستاني رسنیو له دې مخکې راپور ورکړی و چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته ۶۰۰ زره افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.