ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک د بانکونو ترمنځ د راکړې ورکړې نوی سیسټم پرانیست

د افغانستان بانک د بانکونو ترمنځ د راکړې ورکړې نوی سیسټم پرانیست

author avatar
20 Nov 2023 - 10:12
د افغانستان بانک د بانکونو ترمنځ د راکړې ورکړې نوی سیسټم پرانیست
author avatar
20 Nov 2023 - 10:12

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي، د افغانستان بانک د بانکونو ترمنځ د راکړې ورکړې (اداینو) نوی سیسټم پرانیستی او په دې سره به په بانکي برخو کې لا ډېره روڼتیا، چټکتیا او اسانتیا رامنځته شي.

مالیې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه سیسټم ای‌سي‌اېس‌اېس نومېږي چې د دغه وزارت افمېس او سیکتاس او د افغانستان بانک د سي‌بي‌اېس له سیسټمونو سره په اسانۍ نښلېدای شي.

سرچینې لیکلي چې دغه سیسټم په نړۍوالو سټنډرډونو برابر دی او بشپړ امنیتي خوندیتوب لري.

سرچینه دغه راز وايي چې د مالیې وزارت د ملي عوایدو، دولتي کارکوونکو ته د معاشونو اجرا‌ او بانکي برخو لپاره به مثبتې پایلې ولري او په اړوندو برخو کې به لا ډېره روڼتیا، چټکتیا او اسانتیا رامنځته کړي.

Views: 199

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.