ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې راستنو شوو هېوادوالو ته په وړیا ډول څه باندې ۴۲ زره سيمکارتونه وېشل شوي

تورخم کې راستنو شوو هېوادوالو ته په وړیا ډول څه باندې ۴۲ زره سيمکارتونه وېشل شوي

author avatar
20 Nov 2023 - 14:43
تورخم کې راستنو شوو هېوادوالو ته په وړیا ډول څه باندې ۴۲ زره سيمکارتونه وېشل شوي
author avatar
20 Nov 2023 - 14:43

جلال‌اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): په ختيځ زون کې د اترا ادارې مسوولين وايي، تورخم کې یې د پنځو مخابراتي شرکتونو په همکارۍ له پاکستانه راستنو شوو هېوادوالو ته ۴۲ زره او ۴۲۳ سیمکارتونه په وړیا ډول وېشلي دي.

اترا اداره دغه راز زیاتوي، تورخم کې د دې لپاره چې راستانه شوي کډوالو له خپلو کورنيو سره په اسانه اړيکې ونیسي، د مخابراتي شرکتونو له لوري ګرځنده مخابراتي پايې هم لګول شوې دي.

په ختيځ زون کې د اترا ادارې امر رحیم‌الله شینواري د لړم په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل، له کله چې د تورخم له لارې له پاکستانه د کډوالو راستنېدو لړۍ پيل شوې او هلته موقتي کمپ ورته جوړ شوی، د پنځه‌ګونو مخابراتي شرکتونو په همکارۍ ورته مخابراتي خدمات پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، په دغو خدمتونو کې د ټولو مخابراتي شرکتونو له لوري د ګرځنده او يا هم لنډمهاله مخابراتي انتونونو نصبول، د خدمتونو کيفيت لوړول او د سيمکارټونو وړيا وېش شامل دي.

نوموړي دغه راز وویل چې په دې موده کې د پنځو واړو شرکتونو له لوري ۴۲ زره او ۴۲۳ سيمکارتونه په وړيا ډول ثبت او وېشل شوي دي.

د هغه په خبره: «یادو کډوالو ته سیمکارتونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا ورکړل شوو فورمو پر اساس چې د ثبت او بایومټریک چارې يې تکمیل شوې وي، په یوه فامیلي فورمه ټول درې سیمکارتونه ورکول کېږي.»

بلخوا، د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي کډوال هم له دغو خدمتونو خوښ دي.

عبدالواسع چې تازه له پاکستانه راستون شوی، وايي، ورسره ډېر تشويش و چې هېواد ته له ستنېدو وروسته به له خپلوانو سره اړيکې په څه ډول جوړوي؛ ځکه ورسره موجود سيمکارتونه پاکستاني وو او د افغاني شبکو سيمکارت يې نه درلود.

هغه زياته کړه: «زه پرون مازديګر راغلی يم، نن سهار چې کله غرفې خلاصې شوې، سيمکارت مې واخیست، مفت يې راکه، ډېر تشويش کې وم چې څه به کېږي؛ ځکه دلته وطن کې ډېر بلد نه يم، چې له خپلوانو سره ارتباط کې نه شم، نو خپل کور به هم په سختۍ پيدا کړم.»

په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ۱۲ کاري کمېټو درلودونکی عالي کمېسیون جوړ شوی چې له لارې یې د راتلونکو کډوالو د ټولو ستونزو حل لپاره کار کېږي.

د يادولو ده، د تورخم له لارې له پاکستانه تر اوسه شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

Views: 95

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.